Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د قطر غونډې پای، د امریکا او طالبانو ترمنځ ځينې هوکړې

په دوحه کې د امریکا او طالبانو د استازو تر منځ له شپاړسو ورځو خبرو وروسته؛ دواړه لوري له ترهګرۍ سره د مبارزې او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو هوکړې ته رسېدلي دي.

سرچینې وایي چې دغه مذاکرات په دې پړاو کې پایته رسېدلي دي. په دوحه کې سرچینې طلوع نیوز ته وایي چې دا هوکړه لیک پر کاغذ په دوو ژبو لیکل شوی دی. ټاکل شوې ده؛ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد له جګپوړو امریکایي چارواکو احتمالاً له ولسمشرټرمپ سره د لیدنې لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.

سرچینې همدارنګه زیاتوي طالبانو هوکړه کړې چې د القاعدې په ګډون به له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي او د هغوی پر وړاندې به اقدام وکړي. خو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

په دغو خبرو کې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر بڼې؛ په ورځو ورځو بحثونه شوي او پرې هوکړې ته رسېدلي دي. خو تراوسه د امریکايي ځواکونو د وتلو د مهال وېش په تاړه جزیات نه دي روښانه شوي.

د دغو سرچینو په وینا د بین الافغاني خبرو او اوربند په اړه هم خبرې اترې شوې دي او د موافقه لیک په متن کې ځای ورکړل شوی دی.

له بلخوا د یو شمېر افغان سیاستوالو او طالبانو تر منځ خبرې چې ټاکل شوې وه؛ تر دوو راتلوونکو اوونیو په دوحه کې ترسره شي، د څو نورو اوونیو لپاره ځنډول شوې دي.

سرچینې طلوع نیوز ته ویلي طالبانو هوکړه کړې چې د القاعدې په ګډون به له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي او د هغوی پر وړاندې به اقدام وکړي.

شریک یي کړئ