Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوشنبې پر شپه د هوايي ډزو په تړاو د کورنیو چارو پر وزارت نیوکې

 تېره شپه د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې له زېمبابوې لویډلې سیالۍ وګټله؛ خو له دې سره سم د کابل ځینو اوسېدونکو د خوشالۍ په پار هوایي ډزې وکړې. چې ډېری هېوادوال یې اندښمن کړل.

اوس ځینې هېوادوال وايي هغوی تمه لري چې د کورنیو چارو وزارت د دغو ډزو عاملان ونیسي. د کابل ځينې اوسېدونکي وايي چې د تېرې شپې ناڅاپي هوايي ډزو سخت وېرولي دي.

د کابل یو تن اوسېدونکی عبدالقدیر محمدي په دې اړه وايي:«کله چې ډزې پیل شوې، زموږ یو ګاونډي هم له ښکاري ټوپک سره ډزې کولې چې یوه کوچنۍ نجلۍ ډېره وېرېدلې وه او فکر مو کاوه چې په کابل کې یوه ستره پېښه شوې ده.»

د پلازمېنې یو بل اوسېدونکی جان محمد هم وویل:«حکومت باید د دغو سرغړونو او لنډغریو په وړاندې بې پروا نه وي. باید دغې پېښې عاملان د قانون منګولو ته وسپارل شي.»

د پلازمېنې اوسېدونکي له امنیتي چارواکو غواړي چې نا قانونه وسلې دې له خلکو راغونډې کړي ترڅو خلک په ارامه ژوند وکړي.

د کابل اوسېدونکی په دې اړه څرګنده وي:«نه پوهېږم چې د امنیتي بنسټونو په ځانګړې توګه کورنیو چارو وزارت دنده څه ده او ولې شخصي وسلې نه راغونډوي او دا قانون ماتونکي قانون ته نه سپاري.»

خو بلخوا د کورنیو چارو وزارت وايي، د تېرې شپې د هوايي ډزو په تړاو يې یو شمېر کسان نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په دې اړه په ډاګه کړه:«هغه څېړنې چې موږ کړې دي، ښيي ډېری هغه کسان چې تېره شپه یې ډزې کړې دي، د ځينو حکومتي چارواکو ساتونکي او د ولسي جرګې د غړو خپلوان وو او موږ تراوسه په دې تړاو ۱۰ تنه نیولي دي.»

د نا مسووله‎وسله والو تګ راتګ او حتا هوايي ډزې کومه تازه پېښه نه‎ده بلکې دغو نامسووله وسله‎والو ډلو ځينې وخت د ملي ورځو په مناسبت هم خپلې وسلې کور کې نه دي پرېښي او ښار ته د ډزو په بدرګه اکثره راوتي دي.

تېره شپه له هغې وروسته کله چې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې له زېمبابوې لوبه وګټله، له دې سره جوخت ځینې هېوادوالو په پلازمېنه کې د خوښۍ او د دغې شېبې د لمانځلو لپاره پر هوايي ډزو لاس پورې کړ.

شریک یي کړئ