Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د رسنیو دفاع بنسټو پر شېبه راډیو برید غندي

له رسنیو د د فاع بنسټونو پر شیبه راډیو د ناپېژانده وسله‎والو برید وحشیانه بللی او پر امنیتي ادارو یې غږ کړی چې د دغو کسانو په نیولو کې بې غوري ونه کړي.

د شیبه راډیو مسوولین وايي، په یو موتر کې څو کسه ناستو وسله‎والو د راډیو پر ودانۍ تېره شنبه (د کب۲۶مه)برید کړی او د څو کارکوونکو له وهلو ډبولو وروسته تښتېدلي دي.

د دې راډیو مسوؤل، ممنون مقصودي څرګندوي:«پر موټر سپرو کسانو غوښتل چې له موانعو تېر شي، خو ساتونکو پرېنښودل، خو دې وسله‎والو کسانو د راډیو ساتونکي ووهل او کارکوونکي ووهل.»

په همدې حال کې د راډیو کارکوونکي وايي چې امنیتي بنسټونه باید د پېښې عاملین ونیسي.

د راډیو کارکوونکې، جمیله وايي:«پر ډوډۍ وو چې غږونه مو واوریدل او کله چې انګړ ته ووتو وسله‎وال مو ولیدل، فکر مو وکړ چې ځانمرګی راغلی.»

بله کارکوونکې، انیسه زیاتوي:«موږ له  دولت څخه غواړو چې د خبریالانو امنیت وساتي.»

په همدې حال کې د خبریالانو دفاع بنسټونه دا پېښه وحشیانه بولي.

د خبریالانو یوې ټولنې مسوؤل، محبوب‎الله وايي:«دا وحشیانه برید بولو او له اړوند بنسټونو غواړو چې دا کسان وپېژني او قانون منګولو ته یې وسپاري.»

د راډیو کارکوونکي او د خبریالانو دفاع بنسټونه د بریدکوونکو د پېژندګلوی اوقانون ته یې پر سپارلو ټینګار کوي

شریک یي کړئ