Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روسیې استازي د افغان سولې په اړه د ټرمپ پر پرېکړې نیوکه وکړه

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د افغان سولې په اړه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر پرېکړې نیوکه وکړه.

هغه د روسیې «تاس» خبري اژانس ته د ټرمپ د پرېکړې په اړه ویلي:«دا یوه منفي نښه ده. خو به ورته وخت کې موږ د پومپیو او د طالبانو د استازي خبرو ته پاملرنه کوو.»

له دې ټولو سره، دغه روسی ډیپلوماټ ټینګار کوي چې د دغو خبرو د بیا پيل لپاره د طالبانو او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې هیله ورکوونکي دي.

هغه په دې اړه وویل:«د دواړو لورو (طالبانو او امریکا)جنجالي څرګندونو سربېره، د خبرو د دوام لپاره چمتووالی لري.»

کابلوف په دې باور دی چې شونې ده اوس د یوې مودې لپاره د تاوتریخوالي کچه زیاته شي، خو هغه هیله لري چې په پای کې د سولې هڅې بریالی وي.

هغه زیاتوي:«جنګي اقد‍امات کولای شي زور واخلي، خو هیله لرو چې دا اوږده نه وي. موږ باور لرو چې په پای کې دا بهیر به دوام پيدا کړي او بریالی به وي.»

هغه ټینګار وکړ چې روسیه او امریکا به هم د افغانستان د وضعیت په اړه بحث وکړي.

ښاغلي کابلوف څرګنده کړه:«په واقعیت کې د دې کار لپاره هېڅ وخت موجود نه و، او فکر کوم چې همکار مې خلیلزاد اوس د واشنګټن په لار وي، په همدې دلیل، موږ د دې د تایید لپاره واقعي امکان نه درلود.»

د یکشنبې په ورځ ټرمپ په خپل ټوېټر پاڼه اعلان وکړ چې له طالبانو سره د سولې خبرې او غونډې له هغې وروسته کله چې یو امریکایی سرتېری کابل کې د طالبانو په یوه برید کې ووژل شو لغوه شوې.

طالبان او امریکا یو او بل د دغو خبرو د درولو په اړه ګرم بولي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابو یو کال په نهو پړاوونو کې له طالبانو سره خبرې وکړې، هغه له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل چې له طالبانو سره په اصولو کې هوکړې ته رسېدلي دي او ډېر ژر به ولسمشر ټرمپ په دې اړه پرېکړه وکړي.

شریک یي کړئ