Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د زابل شاجوی ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ څلور تنه مُلکیان وژلي

د زابل ولایت چارواکو نن دوشنبې د (زمري په ۱۴مه) وویل چې د دغه ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله څلور تنه وژل شوي او یو تن ټپي دی.

چارواکي زیاتوي چې په وژل شویو کسانو کې یوه مېرمن او درې ماشومان شامل دي او یو ماشوم هم ټپي دی.

د زابل ولایت ځايي چارواکي همدارنګه څرګندوي چې دا توغندی د مخالفو وسله‎والو لخوا توغول شوی دی.

اخوا بیا مخالفو وسله‎والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ