Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د زابل نښتو کې لسو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی

د زابل ولایتي شورا سې‎شنبې( د زمري۲مه) د دې ولایت په اټغر ولسوالۍ کې د طالبانو سره په نښته کې د ۱۰ افغان سرتېرو د ژوند له لاسه ورکولو خبر ورکوي.

ولایتي شورا رئیس، عطاجان حق‎بیان څرګندوي چې طالبانو دوشنبې د اټغر ولسوالۍ پر مزکر بریدونه پیل کړل چې په پایله کې یې لسو افغان سرتېرو ژوند له لاسه وکړ او دولس نور تپيان شول.

په همدې حال کې یوه امنیتي سرچینه وايي چې د طالبانو دې برید کې پنځلسو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی او اتلس نور ټپيان دي.

دا سرچینه خبرداری ورکوی که اټغر ولسوالۍ ته مرستندویه ځواک ونه رسیږي، نو ښایې دا ولسوالي نسکوره شي.

اټغر کندهار ته نېږدې پرته ولسوالۍ ده چې له کلات ښار سره یې اوس مهال لار تړل شوې ده.

رسمي چارواکو د افغان ځواکونو اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو نښتې تائيد کړې دي.

له بلې خوا یو شمېر امنیتي سرچینې وايي چې د طالبانو دې برید کې پنځلسو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی او اتلس نور ټپيان دي

شریک یي کړئ