Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د زابل والي طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې خبر ورکوي

د زابل والي د دغه ولایت لپاره د وسله‎والو طالبانو د مرستیال والي په ګډون د یادې دلې د ۵۳ غړو له وژل کېدو خبر ورکوي.

رحمت الله یارمل وايي د طالبانو دغه ملګري په دایچوپان ولسوالۍ کې د امنیتي سرتېرو پر پوستو د برید پر مهال وژل شوي دي .

نوموړی زیاتوي په وژل کي وسله‎والو کي د دایچوپان او میزانې ولسوالیو لپاره د طالبانو له لوري ټاکل شوي ولسوالان هم شامل دي .

که څه هم د زابل والي د دایچوپان ولسوالۍ د سقوط په اړه د وسله‎والو طالبانو د برید طرحه ناکامه ګڼي، خو زیاتوي چي په دغه جګړه کې شپږ امنیتي ځواکونه هم وژل شوي دي.

 بلخوا طالبانو ادعا کړې چي له سختي جګړې وروسته يي د زابل د دایچوپان ولسوالۍ نېولي ده.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر، اسدالله خالد له فراه او هراته، زابل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي وو ډېر ژر به هغه سیمې ونیسي چې کلونه د طالبانو په لاس کې وي.

ښاغلی خالد له طالبانو د سیمو د بیا نیونې په موخه له ځانګړو پوځي عملیاتو خبره کړې وه او څرګنده کړې یې وه چې طالبانو د الفتح عملیاتو په ترڅ کې لاسته راوړنه نه درلوده.

نوموړي د خپل دې سفر په ترڅ کې ویلي وو، طالبانو غوښتل پسرلنیو عملیاتو سره درې ولایتونه نسکور کړي، خو افغان ځواکونو اجازه ورنکړه.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر وړاندې وايي:«د الفتح عملیاتو له پیله دوی(طالبانو) پلان درلود چې درې ولایتونه نسکور کړي... تر اوسه یوه ولسوالۍ هم نه ده نسکوره شوې، خو که په امنیتي پوستو کې بدلون راځي وروسته له څو ساعتونو منظم کیږي. برعکس په دې موده کې یوه ولسوالۍ له دوی نه بیا نیول شوې ده او انشالله نورې سیمې هم چې کلونه د دوی په لاس کې دي، ډېر ژر به بیا ونیول شي.»

ښاغلي خالد زابل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ډاډ ورکړ چې د دې ولایت هېڅ برخه به د طالبانو لاسته نه لویږي.

په همدې حال کې د زابل ولایت سیمه‎ییزو چارواکو پر دې ولایت د طالبانود بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

د زابل والي وايي په وژل کي وسله‎والو کي د دایچوپان او میزانې ولسوالیو لپاره د طالبانو له لوري ټاکل شوي ولسوالان هم شامل دي

شریک یي کړئ