Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سالنګ لویه لار له ۱۶ ساعتونو بندون وروسته پرانیستل شوه

د سالنګونو د حفظ او مراقبت ادارې چارواکي وايي چې د سالنګ لویه لار له ۱۶ ساعتونو بندون وروسته، نن (شنبې) له غرمې مخکې بېرته د موټرو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.

د سالنګونو د حفظ او مراقبت ادارې رییس عبدالبصیر حبیبي وايي اوس د واورې اورښت پای ته رسېدلی او دا لویه لار نن سهار ۱۰ بجې له پاکولو وروسته د ټرافیک پر مخ پرانیستل شوه.

هغه زیاتوي چې یوازې نن سهار په سوېلي سالنګ کې څلور ځله واوره ښویېدلې ده چې کوم ځاني زیان نه لري.

د ښاغلي حبیبي په وینا په دې لویه لار کې د واورې پنډوالی څه باندې یو مټر ته رسېږي او توپان کم شوی دی.

د سالنګونو د حفظ او مراقبت مسوول له هغو چلوونکو چې له دغې لارې تېرېږي غواړي چې ژمني وسایل له ځان سره ولري.

له دې مخکې د پروان ولایت د سالنګ ولسوال صابر احمدي ویلي وو چې له دوو ورځو راهیسې په سالنګونو کې واوره اوري او د واورې پنډوالی ۸۰ سانتي مټرو ته رسېدلی دی.

شریک یي کړئ