د سمنګان ولایت ګوشه کړی شوی والي، عبدالکریم خدام وايي چې حکومت له دې ولایت څخه د ده د ګوښه کولو صلاحیت نه لري.
ښاغلي خدام چې نن(یکشنبې د سلواغې ۲۹مه) د سمنګانو مرکز ایبک ښار کې په یوې ناسته کې خبرې کولې، له ولایت یې ګوښه کوله توطئه بولي.
د سیمهييزو ارګانونو خپلواکې ادارې تېره ورځ د لوګر، ارزګان، لغمان، سمنګان، کندز او میدان وردګو لپاره نوي والیان وټاکل.
له دې پرېکړې یوه ورځ وروسته د سمنګانو پخوانی والي دا پرېکړه نه مني او ورسره مخالفت ښیې.
ښاغلی خدام وايي چې له حکومت سره د جمعیت هوکړې له مخې حکومت یې د ګوښه کولو صلاحیت نلري.
دی وايي، تر هغې چې جمعیت وغواړي د والي په توګه به پاتې شي.
دا دوهم والي دی چې د مرکزي حکومت پرېکړه نه مني او ترې سرغړونه کوي.
مخکې له دې د ولسمشر لخوا د بلخ والي ګوښه شو، خو نوموړي دا پرېکړه نه ده منلې.
اوسمهال د مرکزي حکومت او د بلخ ګوښه شوي والي، عطامحمد نور ترمنځ ناندرې روانې دي.