Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې مشورتي بورډ او مرکچي پلاوي نوم‌لړ اعلان شو

د ملي امنیت شورا دفتر د سې‎شنبې په ورځ (د لیندۍ په ۲۰ مه) د سولې د مشورتي بورډ او د مرکچي پلاوي د رامنځته کېدو خبر ورکړ.

د ولسمشر د یوه فرمان پر بنسټ د سولې بهیر مشورتي عالي بورډ او د دولت مرکچي ډله، د سولې لپاره د ملي تفاهم د رامنځته کېدو په پار، له جهادي، سیاسي او د ټولنې له مشرانو او د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره د مشورې په لړ کې رامنځته کېږي.

د دغه بورډ مسوولیتونه:

د سولې په اړه د حکومت مشرانو ته د مشورو ورکړه

د سولې بهیر د کاري کمېټو د وړاندیزونو ارزونه او څېړنه

د اړتیا په وخت کې، د افغانستان اسلامي جمهوري مرکچي ډلې ته د مذاکراتو د ګټورې اجنډا چمتووالی

د سولې د مذاکراتو له بهیره څارنه

د مشورتي بورډ په غونډو کې به، د ملي یووالي حکومت مشران، د ملي شورا رییسان، قاضي القضات، د ملي امنیت سلاکار، د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام د دفتر عمومي رییس، لوی څارنوال، د ملي امنیت عمومي رییس، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر، د سیمه‎ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې عمومي رییس، د افغانستان د علماوو شورا رییس او د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس ګډون کوي.

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ته د دې دنده ورکړل شوې چې جلسې جوړې او د سولې مشورتي بورډ د غړو ترمنځ به همغږي پالي.

د سولې مشورتي بورډ غونډې به په میاشت کې یو ځل او یا هم د اړتیا په صورت کې په فوق‎العاده توګه جوړېږي.

ترکیب:

د سولې مشورتي عالي بورډ مرسته کوونکي جوړښتونه د ولسمشر د فرمان له الف تر ج فقرو کې ذکر شوي دي.

الف: د سولې مرکچي پلاوی دنده لري چې:

  • د افغانستان اسلامي جهوريت په استازیتوب، له مقابل لوري سره د ملي ګټو او د مشورتي بورډ د لارښونو په رڼا کې د مذاکرې بهیر مخ ته یوسي.
  • په منظمه توګه د مذاکرې د پرمختګ رپوټونه د سولې مشورتي عالي بورډ ته وړاندې او د اړتیا په صورت کې د هغوی لارښوونې ترلاسه کړي.
  • د مرکچي ډلې تخنیکي او د دارالانشاء مسوولیت د ولسمشرۍ دفتر په غاړه دی.

ب: د سولې مشورتي عالي بورډ کاري کمېټې:

د لاخبرتیا او د خلکو د نظریاتو د را غونډولو په پار، د سولې بهیر مشورتي عالي بورډ سره د لاندنیو کمېټو له خوا چې د ټولنې له بېلابېلو اقشارو څخه جوړې شوې، همکاري کېږي.

  • د ساسي ګوندونو د استازو کمېټه
  • د علماوو کرامو او روحانیونو د استازو کمېټه
  • د هېواد د نخبه ښځو کمېټه
  • د قومونو د مشرانو او د استازو کمېټه
  • د فرهنګي او مدني فعالانو کمېټه
  • د خصوصي سکټور کمېټه
  • له هېواده بهر د کډوالو افغانانو د استازو کمېټه
  • د ځوانانو د استازو کمېټه
  • د جګړې د قربانیانو د استازو کمېټه

د پورتنیو کمېټو د غړو د نومونو لېستونه به د بېلابېلو اقشارو له نخبه‎ګانو سره له مشورې وروسته ترتیب او وروستي شي.

د کاري کمېټو بنسټيزې دندې په لانډې ډول دي:

  • د سولې په اړه د خلکو د نظرونو راغوڼدول
  • د خلکو د نظرونو تحلیل او د سولې مشورتي عالي بورډ ته د هغه د راپور ورکړه
  • د سولې بهیر د پرمختګ په اړه د خلکو پوهاوی

یادې شوې کمېټې یو تنظیموونکی یا همغږی کوونکی لري چې د جلسو د جوړولو، اجنډا چمتو کولو او مسودو لیکلو دنده پر غاړه لري.

ج: د سولې مشورتي عالي بورډ درالانشاء:

د سولې مشورتي عالي بورډ د غونډو جوړولو لپاره د همغږۍ په پار، د بورډ دارالانشاء او د تخینکي چارو سمبالتیا دنده د ملي امنیت شورا دفتر پر غاړه ده.

د سولې مشورتي عالي بورډ غړو نومونه په لانډې ډول دي:

له حکومته:

د افغانستان ولسمشر او مرستیالان یې

د حکومت اجراییه رییس او مرستیالان یې

د ولسي جرګې رییس

د مشرانو جرګې رییس

قاضي‎القضات

د ملي امنیت سلاکار

د ولسمشرۍ د عالي مقام د دفتر عمومي رییس

لوی څارنوال

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر

د ملي امنیت عمومي رییس

د علماوو د سراسري شورا رییس

د سولې عالي شورا رییس

جهادي مشران:

پخوانی ولسمشر، حامد کرزی

پخوانی ولسمشر او د افغانستان د ژغورنې ملي جبهې رییس، پروفیسور صبغت الله مجددي

د افغانستان د دعوت اسلامي تنظیم مشر، استاد عبدرب الرسول سیاف

د حزب اسلامي ګوند مشر، انجنیر ګلبدین حکمتیار

د جمعیت اسلامي ګوند مشرتابه غړی، یونس قانوني

د افغانستان محاذ ملي ګوند مشر سید حامد ګیلاني

د وحدت اسلامي او د سولې عالي شورا رییس استاد محمد کریم خلیلی

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند مشر، صلاح‎الدین رباني

د ملي پیوند ګوند مشر، سید منصور نادري

د افغانستان د اسلامي حرکت مشر، شیخ اصف محسني

د حزب اسلامي ګوند مشر، عبدالهادي ارغندېوال

د سولې او پرمختګ ګوند مشر، حاجي دین محمد

د جمعیت اسلامي مشرتابه غړی، استاد عطامحمد نور

د هېواد سیاسي څېره، امنه افضلي

د مشرانو جرګې غړې او سیاسي څېره، صدیقه بلخي

د جمعیت اسلامي ګوند مشرتابه غړی، محمد اسماعیل خان

د زرغون بهیر مشر، امرالله صالح

تر اوسه یادو کسانو په دې اړه پخپله رسماً کومې څرګندونې نه دي کړې. 

شریک یي کړئ