Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې بهیر په تړاو د امریکايي او افغان چارواکو لیدنه

د هېواد د ملي ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد سره د سولې بهیر په تړاو وروستیو میاشتو کې د هڅو د پرمختګ په تړاو سره خبرې کړې دي.

د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې چهارشنبې(د مرغومې په ۲۶مه نېټه) راغلي دي چې په دې لیدنه کې د سولې خبرو اترو پر همغږیو او د نړیوالې اجماع په اړه خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې ښاغلي محب د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو د اسانتیا لپاره یې د ښاغلي خلیلزاد له هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان خلک د سولې لپاره بشپړه اجماع لري.

هغه زیاته کړې ده:«اوس مهال د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو خپل ځای د افغانستان د ملي ګټو د ساتنې په موخه موندلی دی او دا ونډه یې ثابته کړې ده.»

په دې لیدنه کې ښاغلي خیلزاد ډاډ ورکړی چې د امریکا متحده ایالاتو خلک او دولت د افغانستان دولت او خلکو سره ولاړ دي او د سولې په برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دا دریم ځل دی چې ښاغلي خلیلزاد د سولې لپاره د امریکا ځانګړي په توګه تر ګمارل کېدو وروسته، له کابل نه لیدنه کوي. مخکې له دې په تلي او لیندۍ میاشت کې کابل ته راغلی وو او د سولې بهیر په تړاو یې د افغان سیاسي او جهادي مشرانو سره ولیدل.

مخکې له دې ښاغلی خلیلزاد هند، چین او عربي متحده اماراتو ته هم سفرونه کړی وو.

د هېواد د ملي امنیت سلاکار او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغانانو په مشرۍ د سولې پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی

شریک یي کړئ