Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې خبرو ترو پر چټکتیا د شهاب حکمیي ټینګار

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند شهاب حکیمي وايي چې د سولې خبرې اترې باید چټکې شي.

ولسمشرۍ تاکنو ته دغه نوماند چې د شنبې په ورځ (د وږي په دویمه) د کابل چهاراسیاب ولسوالۍ ته د ټاکنیز کمپاین لپاره تللی و، ټینګار وکړ چې خلک له جګړې ستومانه شوي او باید ژر تر ژره سوله تامین شي.

د ولسمشرۍ دغه نوماند وايي افغانان له جګړې ستومانه شوي او سوله غواړي، هغه د سولې لپاره هڅې د خپلو پروګرامونو په سر کې بولي.

ولسمشرۍ ته نوماند شهاب حکیمي وویل:«زه خلکو ته دا مسله مطرح کوم چې وضعیت په دې بڼه دی او ورته وایم چې لومړی سوله غواړئ او که ټاکنې؟ وینو چې د خلکو سل سلنه غوښتنه سوله ده!»

ښاغلی حکیمي د سولې د خبرو بهیر ته پر ټاکنو لومړیتوب ورکوي.

هغه زیاتوي:«فکر کوم چې ټاکنې به یوه موده وځنډېږي، څو ټول په ټاکنو کې د ګډون لپاره چمتو شي. زه فکر کوم چې لنډمهاله حکومت رامنځته شي. د دې لپاره چې یو کس د لنډمهالي حکومت له رامنځته کېدو سره مخالفت لري او نور د افغانستان ټول خلک، طالبان، د سیمې او نړۍ ټول هېوادونه او نړیواله ټولنه د لنډمهالي حکومت له رامنځته کېدو سره موافق دي.»

د کابل د چهارآسیاب ولسوالۍ اوسېدونکي هم له حکومت او طالبانو غواړي د سولې خبرو د پرمخ بیولو لپاره اوربند اعلان کړي.

د چهارآسیاب ولسوالۍ اوسېدونکی عثمان عرب وايي:«لومړی دې سوله راشي او وروسته دې ټاکنې وشي غوره ده څو خلک وکړای شي په راحتي ژوند وکړي او له دغې بې وزلۍ او بې چاره ګۍ وژغورل شي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تلې شپږمه د ولسمشرۍ انتخاباتو ورځ اعلان کړې ده. د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان د انتخاباتو د قانون پربنسټ له ټاکنو ۴۸ ساعته مخکې پورې خپلو ټاکنیزو مبارزو ته دوام ورکوي.

د کابل د چهارآسیاب ولسوالۍ اوسېدونکي له حکومت او طالبانو غواړي چې د سولې خبرو د پرمخ بیولو لپاره اوربند اعلان کړي.

شریک یي کړئ