Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې خبرو په اړه د طالبانو دریځ په اړه د سولې عالي شورا غبرګون

د سولې عالي شورا د طالبانو د وروستۍ خبرپاڼې په غبرګون وایي، د طالبانو موخه فشار راوړل او د سولې خبرو کې امتیاز اخېستل دي.

د سولې شورا وایي، د سولې خبرو د بلې غونډې لپاره به د طالبانو دا وروستی دريځ وروستۍ پرېکړه نه وي او د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه تمه لري چې طالبان دې ژر، د افغانستان حکومت سره خبرو ته کېني.

طالبانو تازه د یوې خبرباڼې په خپرولو سره امریکا ته خبرداری ورکړی چې که د سولې خبرو کې بدلون راولي او د سیاسي فشار لار خپله کړي، نو د سولې خبرې به ورسره وځنډوي.

لکه څنګه چې طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي، ټاکل شوې وه چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل او دا چې د افغانستان له خاورې د نورو هیوادونو پرخلاف کار وانه خیستل شي د سولې د خبرو اساسي موضوع ګانې وي، خو د دې ډلې په باور، امریکا نوي مسایل د خبرو په بل پړاو کې شامل کړي دي، طالبانو امریکا ته خبرداری ورکړی که واشنګټن په صادقانه توګه د سولې خبرې ترسره نه کړي، دا ډله به له امریکا سره د سولې خبرې وځنډوي.

خو د سولې خبرو په پروګرام کې د بدلون او پر طالبانو د فشارونو موخه څه کیداي شي؟

پخوانی طالب چارواکی، سید اکبر آغا وايي:«په دې ناسته کې طالبانو وویل چې له خپلو مشرانو سره مشوره کوي تر څو له افغانستان نه د نورو هېوادونو په ضد ګټه پورته نشي اوخلیلزاد هم وویل چې له امریکایانو سره مشوره کوي او له افغانستان نه د وتو هوکړه اخلي، خو په ابوظبي ناسته کې دوی د شپږو میاشتو اوربند خبره مخکې کړه او د اجندا موضوع یې بدله کړه. »

 طالبانو ته نږدې سرچینې وایي په پاکستان کې ددغې ډلې د یوه لوړپوړي چارواکي نیول کیدل هم پر نوموړې ډلې د فشارونو یوه برخه ده ترڅو له افغان حکومت سره په مستقیمه توګه خبرې پيل کړي.

سیاسي فعال، نظر محمد مطمئن څرګندوي:«ټاکل شوې وه چې خلیلزاد پاکستان ته ولاړ شي او طالبان د پاکستان فشارونو له کبله له خلیلزاد سره وګوري، خو طالبانودا رد کړه. »

د سولې عالي شورا په دې باور ده چې طالبان په دا ډول دریځ نیولو سره د لازیاتو امتیازونو په لټه کې دي.

د سولې عالي شورا د ویاند مرستیال، اسدالله زائري په دې اړه وايي:«دا موضوعات پر یوه لوري فشار دی چې باید امتیاز ورکړي او لنډ راشي. »

له بلې خوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سه شنبې په شپه د حکومت له مشرانو او د هیواد له یو شمیر نورو سیاسي شخصیتونو سره په کتنه کې، د سیمې هیوادونو ته د سفر موخه د افغانستان د سولې د بهیر په هکله د سیمه ایزې اجماع رامنځته کول بللي دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیالو صمیم عارف وايي:«د تېرې شپې په لیدنه کې زلمي خلیلزاد د سیمې هېوادونو هند، چین او عربي متحده اماراتو ته د خپل سفر جزئیات  و ړاندې کړل او ویې ویل چې د سیمې هېوادونو ته یې سفر د اجماع رامنځته کولو وو د سولې بهیر د پیل په موخه.»

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي تراوسه درې ځله له طالبانو سره کتلي دي، دوه ځله په قطر او یو ځل هم په ابوظبي ښار کې، خو له طالبانو سره څلورم ځل کتنه چې ټاکل شوې وه په قطر کې ترسره شي د هغه څه له امله چې د اجنډا پر سر د طالبانو لخوا اختلاف وبلل شو لغوه شوه.

د سولې عالي شورا په دې باور ده چې طالبان د دې ډول دریځونو نیولو سره د لا ډېرو امتیازو د ترلاسه کولو په هڅه کې دي

شریک یي کړئ