Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سولې شورا مرستیاله: عالي مشورتي بورډ کې د ښځو ونډه کمه ده

د سولې عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي وايي د سولې عالي مشورتي بورډ کې د ښځو او ځوانانو ونډه کمه ده او دا بورډ نیمګړی دی. 

سرابي وړاندې زیاته کړه: «پر دې مشورتي بورډ اعتراض لرم، چې مېرمنې پکې مساوي حضور نه لري، د ټولنې نیم نفوس دی، د رايې ورکولو په وخت کې، نه د ګډون په وخت کې؛ ځوانان دلته حضور نه لري، مدني ټولنې حضور نه لري، نو دا بورډ نیمګړی دی، موږ غواړو چې داسې بورډ وي چې ښځې پکې واقعي حضور ولري.»

خو اجراییه رییس عبدالله عبدالله وایي، د سولې د خبرو اترو پلاوی به د ټولو خلکو د غوښتونو استازیتوب وکړای شي. 

هغه وړاندې وویل د افغانستان دولت د خبرو اترو لپاره پلاوی ټاکلی او تیار دی: «دا چې چېرته او کله دا زمینه برابرېږي، دا جلا مسئله ده.»

د امریکا متحده ایالاتو سفیر جان‌بس هم وايي چې د دوی لپاره سوله په لومړیتوبونو کې راځي. 

هغه وویل: «د امریکا تر ټولو مهم لومړیتوب په افغانستان کې سوله ده، په همدې خاطر د ننه موږ ټول توان او هڅه کوو او له باندې نه ښاغلی خلیل‌زاد په دې برخه کې کار کوي، موږ غواړو چې ټول افغانان د سولې فضا کې ژوند وکړي.»

امنیت شورا د ولسمشر په حواله تېره ورځ د سولې عالي مشورتي بورډ غړي اعلان کړل، چې پکې د حکومت مهم چارواکی او ځینې جهادي مشران برخه لري. 

په ورته وخت کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد ترکمنستان ته رسېدلی دی.
 
شریک یي کړئ