Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې عالي شورا په اختر کې اوربند لویې سولې ته د هیلې لار بولي

د سولې عالي شورا مسوؤلینو نن(یک‎شنبې د غبرګولي۲۷مه) د خبرې ناستې په ترڅ کې درې اوربند د لویې سولې لپاره د هیلو ګام وباله.

د دې شورا مشر، کریم خلیلي وايي:«دا ګامونه به دلته پای ته نه رسیږي، نور ګامونه به هم پورته شي.»

په همدې حال کې سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس، اکرم خپلواک له طالبانو غواړي چې د خلکو غوښتنې ته مثبت ځواب اوايي او اوربند دې وغځوي.

دی زیاتوي چې په دې برخه کې د سولې عالي شورا چمتو ده تر څو له طالبانو سره هر ډول همکاري وکړي.

دی وړاندې وايي:«د طالبانو پوځي مسوولانو او په اصطلاح د دوی ولسوالانو او ولایانو سره مو اړیکه نیولې ده او دا اړیکه ډېره پیاوړې شوې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني وایي، د هېوادوالو د غوښتنې پر بنسټ له طالبانو سره د اروبند د غځولو امر ورکړی، خو خبرداری ورکوي که چیرې طالبان دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ورنکړي نو دولتي ځواکونه اړ دي چې د نظام دفاع وکړي.

خو طالبانو تراوسه له اختره وروسته د اوربند خبره نه ده تائید کړې  

د هېواد ملي دفاع وزیر، سید طارق شاه بهرامي وايي:«موږ د سولې له دریځ څخه ملاتړ کوو یعنې چې اوربند مراعات کوو، خو که جګړه پر موږ وتپل ي نو په پرېکړې سره به له هېواد څخه دفاع وکړو.»

له بلي خوا د هېواد دیني عالمان له اوربند وروسته د جګړې دوام نامشروع بولي.

د کابل علماو شورا رئیس، عبدالبصیر حقاني وايي:«که څو سبا وروسته له دې ووژل شي، دا ټول جرم ګڼل کېږي او دا د مسلمانانو پر وړاندې جهاد نه دی.»

په همدې حال کې هېوادوال په جګړه کې له ښکېلیو غاړو د سولې په تمه دي، دوی وايي چې د افغانستان جګړې ته دې سیاسي حل لار وموندل شي.
 
د سولې عالي شورا وایي، په تېرو ورځو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د طالبانو له پوځي مسوولینو سره د اروبند د غځیدو په پار خبرې اترې کړي دي

شریک یي کړئ