Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې عالي شورا: ډېر ژر به مرکچي پلاوی جوړ شي

د سولې عالي شورا د افغانستان د سولې لپاره د امریکې د ځانګړي استازي د غوښتنو په غبرګون کې وايي چې له طالبانو سره د خبرو اترو د پر مخ‎ بیولو لپاره به ډېر ژر یو واک لرونکی او ټول شموله پلاوی جوړ او اعلان کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیل‎زاد له طالبانو غوښتي، چې د سولې لپاره خپل مرکچي پلاوی وټاکي.

خلیل‎زاد دغه راز له افغان حکومته هم وغوښتل چې د دغه بهیر لپاره خپل واک لرونکی او ټول شموله پلاوی وټاکي.

بلخوا د سولې عالي شورا د واک لرونکي او ټول شموله پلاوي د وروستي کېدو خبر ورکړ.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري په دې اړه وویل:«په نږدې راتلونکې کې به د افغان حکومت باصلاحیته او ټول شموله پلاوی اعلان شي. موږ د طالبانو د مشرتابه په تمه یوو چې هغوی هم له افغان حکومت سره د مذاکرې لپاره خپل مرکچي پلاوی وګماري.»

خلیل‎زاد د افغانستان د سولې لپاره د خبرو اترو په موخه له کابل وروسته نن سهار اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره لیده کاته پیل کړي دي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم هم څرګنده کړه:«د سیمې او پاکستان په اړه د زلمي خلیل‌زاد معلوماتو او اړیکي ته په کتو، هغه څه چې واقعیت دي هغه څرګند کړي او هڅه دې وکړي چې پاکستان اړ کړي چې د افغان دولت او نړیوالې ټولنې ترڅنګ ودرېږي.»

په همدې حال کې ځيني پخواني طالب چارواکي د افغانستان د سولې بهیر کې د خلیل‎زاد شتون ته خوښ برېښي او له امریکا غواړي، چې دغه هدف په ریښتینې بڼه تعقیب کړي.

د جیش المسلیمن پخوانی مشر سید اکبر اغا وايي:«دا چې امریکایانو زلمی خلیل‎زاد ګمارلی چې په افغانستان کې سوله راشي او ښاغلی خلیل‎زاد هم په سمه توګه له امریکایانو استازیتوب وکړي، زه فکر کوم چې پایله به ولري؛ خو د یوه افغان په توګه دې په دغه بهیر کې نه شاملېږي.»

په ورته وخت کې خلیل‎زاد وايي، د سولې ټینګښت او د دې بهیر پایلو ته رسېدل ډېر وخت ته اړتیا لري خو د دې بهیر بریا ته خوښ برېښي.

هغه له کابل وروسته اسلام آباد، عرب متحده اماراتو، سعودي عربستان او قطر هېوادونو ته سفر پیل کړی او تمه کېږي چې بیا به کابل ته راستون شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‎زاد کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له طالبانو غوښتي وو څو د سولې لپاره خپل مرکچي پلاوی وټاکي

شریک یي کړئ