Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سولې غوښتنې ولسي حرکت کوچنی غړی نړیوالې جایزې ته نوماند شوی

د سولې غوښتنې ولسي حرکت تر ټولو کوچنی غړی محمد طاهر بشریار، د ماشومانو د حقونو بنسټ لخوا، د سولې او د ماشومانو له حقونو دفاع نړیوالې جایزې ته نوماند شوی دی.

اولس کلن محمد طاهر بشریار چې د زابل ولایت دی. هغه د سولې غوښتنې د ولسي حرکت له نورو غړو سره له کندهاره تر کابله پلی راغی او سولې غوښتنې غږ یې په کلي او ښارونو کې اوچت کړ.

د سولې او د ماشومانو له حقونو د دفاع نړیوالې جایزې د ترلاسه کولو لپاره، د نړۍ له ۵۷ هېوادونو ۱۳۶ نور هلکان او نجونې نوماندان دي.

محمد طاهر له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل دا چې دغې نړیوالې جایزې ته نوماند شوی، ډېر هیجان لري، خو هڅه کوي له دې وروسته هم د سولې په ځانګړې توګه د ماشومانو حقونو په برخه کې غږ اوچت کړي.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«کله چې زه چېرته ځم، بیا له ماشومانو پوښتنه کوم چې ښوونځي ته ځئ که نه؟ خو هغوی حیران پاتېږي. ما له دې تعجب کاوه؛ هغوی لا نه پوهېدل چې ښوونځی څه دی؟»

ټاکل شوې ده چې دا جایزه د سپټمبر په ۳۰ مه نېټه د هغه ګټوونکي ته ورکړل شي.

محمدطاهر وايي چې د هېواد په جګړو کې، تر ډېره ماشومان زیان ويني او باید دا بهیر ودرول شي:«د جګړې ډېری قربانیان ماشومان دي. زه که‎چېرې د نړۍ هغې خواته ورسېږم، لومړنی شی چې وبه یې وایم؛ له نړیوالو څخه مې غوښتنه د ښوونځیو جوړول او د سولې لپاره زمنیه برابرول وي.»

د سولې غوښتنې ولسي حرکت چې د ۱۳۷۹زکال په وري میاشت کې له هلمند ولایته پیل شوې، په لومړي سره کې له لسو کم غړي لرل. خو له هغې وروسته کله چې دغه سوله غوښتونکي د سولې غوښتنې لپاره، د لښکرګاه تر کابله لار پلې کچ کړه، د لارې په اوږدو کې یو لوی شمېر له هغوی سره یوځای شو.

دا حرکت د هلمند د لښکرګاه په یوه سپورټي لوبغالي کې له ترهګریزې پېښې وروسته په اعراضي بڼه رامنځته شو.

د دغه حرکت کړي له کابله تر مزار او وروسته نورو ولایتونو ته پلي ولاړل او همدارنګه کابل کې د بهرنیو هېوادونو د سفارتونو په وړاندې پرلت وکړ.

د هغوی اصلي غوښتنه د اوربند رامنځته کېدل او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پیل و.

د دغه حرکت یو غړی محمد نېک‎زاد وايي دا چې د سولې لپاره هڅه کوي ډېر خوشحاله دی او هیله لري چې دغه نړیوالې جایزې ته د دغه ولسي حرکت تر ټولو کوچني غړي نوماند کېدل، د هغوی غږ نړیوالو ته ورسوي.

هغه زیاتوي:«هغه (محمدطاهر) له وچو شونډو سره په لوږه او تنده کې بېلابېلو ځایونو ته ولاړ. هغه کولای شي زموږ د ټولو د سولې پیغام په نړیوال ستیج بیان کړي.» 

شریک یي کړئ