Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سولې غوښتنې ولسي خوځښت غړو د بلخ په لور حرکت وکړ

کابل کې د سفارت خونو او بهرنیو بنسټونو د استازولۍ په وړاندې د ۵۰ ورځو له اعتراض وروسته، د سولې غوښتنې ولسي خوځښت غړي، نن ګهیځ (جمعه د زمري په ۱۹ مه) د بلخ ولایت په لور حرکت وکړ.

ټاکل شوې ده چې دوی د کابل – بلخ لاره چې ۵۵۰ کیلومټره ده پلې او لوڅو پښو او د سولې غوښتنې له غږ سره کچ کړي.

دغه سوله غوښتونکي وايي چې د قوم له مشرانو د دین له علمانو او د هغو ولایتونو له اوسېدونکو سره چې د کابل – بلخ د لویې لارې په اوږدو کې پراته دي، ورسره کېني او د دې سولې په اړه له هغوی سره خبرې اترې وکړي.

د دغه حرکت غړی بسم الله وطن دوست وايي:«په لاره کې به له خلکو سره خبرې وکړو، د دین له علمانو او د سیمې له اوسېدونکو سره او له دوی څخه غواړو چې له سولې ملاتړ وکړي او سوله د خلکو په لاس کې ده. تر هغې چې خلک د سولې لپاره خپل غږ پورته نه کړي دا جګړه به دوام ولري.»

د سولې د دغه ولسي حرکت غړي د اختر پر پنځمه (د غبرګولي په ۲۸ مه) چې په هېواد کې د حکومت له لوري یو اړخیز اوربند وه؛ کابل ته راورسېدل. هغوی له هلمنده تر کابله ۶۵۰ کیلومټره لار پلې کچ کړې وه.

 دوی په نېږدې دوو میاشتونو کې د سفارتونو د دروازو شاته د پرلتونو په کولو؛ له خلکو سره د لیدونو او د بېلابېلو پروګرامونو په ترسره کولو سره خپل د سولې غوښتنې غږ تر هېوادوالو او نړۍ والو ورساوه.

اوس د دغه حرکت غړي د خپلو بوټانو په لرې کولو سره د بلخ پر لورې په لوڅو پښو پلی مل پیلوي.

 د سولې غوښتنې د ولسي خوځښت مشر اقبال خیبر په دې اړه وویل:« غواړو چې د ورځې تر ۲۰ کیلومټرو لاره کچ کړو. دا ځل لوڅې پښې یوو. د هغه په اړه کومه ځانګړې خبره نه شم کولای ځکه چې زموږ لپاره یوه نوې تجربه ده. له همدې نوې تجربې سره غواړو ترڅو خلک متوجه کړو چې حرکت وکړي او یوځای شي.»

د تودوخې په پنځه دیرش درجې ګرمې هوا کې د کابل له واټونو د بلخ پر لور پلی مزل پيلوي او خلکو ته خپل د سولې غوښتنې غږ رسوي .

شریک یي کړئ