Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې غوښتنې ولسي کاروان: د حکومت او طالبانو عملیات دې ودرول شي

په ننګرهار کې د سولې ولسي حرکت غړو په یو اعتراضه لاریون کې د حکومت له لوري د خالد عملیات او د وسله‎والو طالبانو له لوري د الفتح عملیات پیلېدل افغان وژنه وبلله.

د سولې ولسي حرکت غړو وویل، چې په هېواد کې روانه جګړه ورته نوره د زغم وړ نه ده او د جګړې ښکېلې غاړې باید ژر تر ژره اوربند وکړي. د یاد حرکت غړو همدا راز غوښتنه وکړه چې د سولې روان بهیر دې ژر تر ژره بیا پیل شي.

دوی چې له ځانه سره د جګړو د قربانیانو انځورونه هم لېږدوي د حکومت له لوري د خالد او وسله والو طالبانو له لوري د د التفح عملیاتو پیلېدل غندي. همدا راز یې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې ژر تر ژره دې په ټول هېواد کې ګډ اوربند وکړي.

 د سولې ولسي حرکت غړی ناصر خان وویل:«طالبانو ته زما پيغام دا دی چې جګړه نوره بس ده. حکومت ته هم زما پيغام دا دی چې موږ ته هېڅ امن ځای نه دی پاتې! هیله ده جګړه ختمه کړئ.»

 قومي مشر ډګروال عطاالله څرګنده کړه:«نه د خالد عملیات غواړو او نه هم الفتح؛ په دغو عملیاتو کې افغانان قرباني کېږي؛ نور بس، نور په هېواد کې یتیم او کونډو ته ځای نه دی پاتې.»

د ولسي ولسي حرکت غړي د جلال اباد ښار پر بېلابېلو واټونو ګرځي او خلک د سولې ملاتړ ته رابولي. دوی همدا راز پر وسله‎والو طالبانو او افغان حکومت غږ کوي چې د سولې خبرو اترو بهیر دې دوامداره وساتي.

 مدني فعال ډاکټر زرعلي معروف وايي:«د سولې مشورتي لویې جرګې له ګډون والو زموږ غوښتنه دا ده، داسې یوه طرحه دې وړاندې کړي چې په هېواد کې جګړه ودرول شي.»

د سولې غوښتنې کاروان تېره کال د وري په درېیمه، له هغې وروسته په هلمند کې رامنځته شوه چې په لښکرګاه ښار کې په یوه لوبغالي کې چاودنې، څه باندې لس تنه ووژل شول او همدارنګه څه باندې ۲۰ تنه نور ټپيان شول.

د دغه کاروان غړو، د تېر کال په لړ کې، د هلمند - کابل او کابل - مزار لارې پلې کج کړې او د اوربند غوښتونکي شول.

د سولې ولسي حرکت غړي داسې حال کې د سولې د خبرو دوام غوښتنه کوي چې ټاکل شوې وه په قطر کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ رسمي خبرې اترې وشي؛ خو د ځېنو دلایلو له کبله یاده ناسته وځنډېده.

د سولې غوښتنې ولسي حرکت غړي چې له ځانه سره د جګړو د قربانیانو انځورونه هم لېږدوي د حکومت له لوري د خالد او وسله والو طالبانو له لوري د التفح عملیاتو پیلېدل غندي.

شریک یي کړئ