Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې مشورتي جرګې ته به له ټول هېواده څلور زره تنه راوبلل شي

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د سولې په مشورتي لویې جرګې کې چې ټاکل شوې د روانې لمریزې میاشتې په ۲۶ جوړه شي، د هېواد له ګوټ کوټ څخه به دوه تر څلور زره تنه راوبلل شي. 

د ولسمشر ویاند هاورن چخانسوري وايي چې د دغې جرګې غړي به له طالبانو د سولې په خبرو کې د سرو کرښو په اړه پرېکړه وکړي.

ښاغلي چخانسوري زیاته کړه:«د څرنګوالي او میکانیزم په اړه چې څه ډول به کسان انتخاب شي، په راتلوونکو ورځو کې به فرمان لاسلیک شي.»

بلخوا یو شمېر سیاسي جریانونه وايي، حکومت له دوی سره د دې جرګې د غړو د رابلنې او د منځپانګې په اړه مشوره نه ده کړې.

د ملي جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق په دې اړه وویل:«لومړی دا غواړي هغه کسان او اشخاص چې ناراضه دي یا هم اعتماد نشته او یا هم په واټن، زړه بدوالی شتون لري، هغوی باید راوبلل شي، په ځانګړې توګه جهادي مشران، ګوندونه او سیاسي بهیرونه.»

په ورته وخت کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند وايي، جرګه او مشورې به رنځ لره درمل نه شي، خو حکومت ورسره د دې جرګې په اړه مشوره کړې ده.

د حزب اسلامي غړی همایون جریر څرګندوي:«یو واک لرونکی او ځواکمن بورډ دې جوړ شي چې ولسمشر او اجراییه رییس په هغه کې وي، په هغه کې د مهمو او اغېزمنو ګوندونو مشران حضور ولري او همدارنګه د مجلسینو مشران هم وي.»

بل لورته د سولې عالي شورا وايي، په دې بنسټ کې د لویې مشورتې جرګې لپاره هلې ځلې په چټکۍ سره روانې دي.

د سولې عالي شورا غړی رحیم بیک یعقوبي وايي:«په دغې جرګه کې د ټولنې له هرې طبقې رابلل کېږي؛ کابو د بیړنۍ لویې جرګې له ورته میکانیزم سره به دا لویه مشورتي جرګه جوړه شي.»

ولسمشر د سولې عالي شورا ته دنده سپارلې چې لویه مشورتي جرګه را وغواړي او له طالبانو سره د سولې خبرو کې د حکومت سرې کرښې ډاګیزه کړي.

د سولې عالي شورا وايي، په دې بنسټ کې د لویې مشورتې جرګې لپاره هلې ځلې په چټکۍ سره روانې دي. او دا جرګه به د بیړنۍ لویې جرګې له ورته میکانیزم سره جوړه شي.

شریک یي کړئ