Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې مشورتي لویه جرګه د عبد رب الرسول سیاف په ریاست پیل شوه

د سولې مشورتي لویه جرګه نن دوشنبې(د غويي په ۹مه نېټه) له ټول افغانستانه د درې زره او ۲۰۰ استازو په ګډون پیل شوه او څلور ورځې به دوام وکړي.

دا جرګه په داسې حال کې پیل شوه چې مخکې له دې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره یو شمېر نوماندانو دا جرګه تحریم کړې وه او هغه یې د ولسمشر غني لپاره "د وخت ضایع کول او ټاکنیز کمپاین" بللې وه.

د لویې جرګې د ترسره کولو کمېسیون رییس او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس، محمدعمر داوودزي د جرګې د پرانیستنې مراسمو کې وویل چې جرګه کې د ۳۰۰ مېلمنو په ګډون له ټول هېواده ۳۲۰۰ کسانو ګډون کړی دی.

ښاغلي داوودزي زیاته کړه:«تاسې باور ولرئ چې د هېواد له ټولو ولسوالیو په دې جرګه کې استازو ګډون کړی دی. طالبانو باندې مو هم غږ کړی وو چې جرګه کې د خلکو د ګډون مخه ونه نیسي، او باور ولرئ چې موږ له چا نه دي اورېدلي چې څوک یې د ګډون لپاره خنډ شوي وي.»

هغه وړاندې وویل چې د جرګې د ورځنیو چارو پرمختګ لپاره به ۵۱ کمېټې جوړې او هره یوه به ۷۰ غړي لري چې د څلورو ورځو په موده کې به سولې د چوکاټ جوړېدو لپاره بحثونه ولري.

د ښاغلي داوودزي په وینا د جرګې په مراسمو کې د ولسمشر سلاکارانو، ډپلوماټانو، والیانو، د کابینې غړو او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د ملي امنیت رییس، معصوم ستانکزي ګډون کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت اجراییه رییس، عبدالله عبدالله د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون نه دی کړی او لامل یې هم ولسمشر لخوا د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د د لامل نه څرګندوالی ښودلی وو.

 په همدې حال کې ښاغلي داوودزي (یک‎شنبې د غويي په ۸مه نېټه) له طلوع نیوز سره په خبرو کې د ګوندونو، حکومتي او غیرحکومتي شخصتونو په غبرګون کې چې د سولې مشورتي جرګه یې تحریم کړې ده وویل، یاده جرګه به د سولې بنسټ جوړوي او همداراز هېواد کې به د سولې بهیر چټک کړي.

ده زیاته کړې وه:"دوی ته ډاډ ورکوم چې دا جرګه به د سولې اساس جوړ کړي او دا جرګه به د سولې بهیر چټک کړي او خنډونه نه رامنځته کوي، بلکې خنډونه به د سولې له لارې لیري کړي. که موږ ټول سوله غواړو نو باید چې جرګه تایید کړو."

syaf

ولسمشر د سولې مشورتي جرګې د مشرۍ لپاره جهادي مشر، عبدالرسول سیاف وړاندیز کړ.هغه وویل:«زما له انده د سولې مشورتي جرګې د مشرۍ لپاره مناسب کس  جهادي شخصیت، عبدالرب رسول سیاف دی.»

ښاغلي سیاف د جرګې د ریاست د مسوولیت منلو سره د ولسمشر له باوره مننه وکړه او څرګنده یې کړه:«موږ به په دې جرګه کې د سولې تامین لپاره لاره پرانیزو.»

َ ښآغلي داووزي وویل د جرګې د ورځنیو چارو پرمختګ لپاره به ۵۱ کمېټې جوړې او هره یوه به ۷۰ غړي لري

شریک یي کړئ