Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې نړیواله ورځ؛ غني: د جګړې دوام د هېڅ ډلې په ګټه نه ده

د وږي د ۳۰ مه چې د سولې له نړیوالې ورځې سره سمون لري، ولسمشرغني د دغې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې وايي چې جګړه د حل لار نه ده او په افغانستان کې د جګړې دوام د هېڅ ډلې په ګټه نه دی.

ښاغلي غني چې یوه اوونۍ مخکې اعلان وکړ چې د سولې هڅې درول شوې دي، وايي چې سولې ته رسېدو لپاره د اوربند رامنځته کېدل اړین دي.

ولسمشر  محمد اشرف غني په دې اړه وویل:«که‎چېرې طالبانو سوله غواړيو موږ د یوې شېبې لپاره هم د جګړې دوام نه غواړو. دلته یو ځل بیا په څرګنده وایم چې د ټولو وینو تویولو او وژنو ګناه د هغو کسانو په غاړه ده چې سوله او اوربند نه مني.»

ولسمشر په هېواد کې د څلویښت کلنو ناخوالو حل لار، سیاسي مشارکت او له ټاکنو او جمهوري نظام نه د خلکو ملاتړ بولي.

ښاغلي غني زیاته کړه:«د څلوېښتو کلنو د ناخوالو حل لار یوازې له سیاسي لارې تېرېدای شي، او غوره لار سیاسي ګډون او له ټاکنو او جمهوري نظام ملاتړ دی.»

د سولې په چارو کې د دولت وزیر د وروستیو څو لسیزو جګړه د افغانستان پر خلکو تپل شوې هغه بولي خو وایي چې افغان حکومت تپل شوې سوله هم نه غواړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي په دې اړه څرګنده کړه:«که‎‎چېرې غواړو چې سوله راولو، د سولې لپاره وړتیا ته اړتیا ده. افغان دولت پر سولې باور لري او د سولې لپاره کار کوي... زما وړاندیز دا دی چې پر بېلابېلو پلازمېنو د ګرځېدو پرځای او له هغوی سوله وغواړو، سوله دلته ده! سوله د افغانانو منځته راغلې او باید له افغانانو سره کېنو.»

اخوا د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیره او دغه راز د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ رییسه طالبانو ته په خطاب کې وایي چې دا ډله به تر کله وژل کوي او تر کله به وژل کېږي؟

د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر وايي:«که‎چېرې اوربند وشي، جګړه خلاصه ده، سوله نشته! خو د سولې لپاره بنسټيز او اصلي ګام دی.»

له دې سره هم‎مهاله د بابر بڼ په بل ګوټ کې د ښکلو هنرونو او صنایعو د انسټيټیوټ یو شمېر محصلین د سولې او یو بل منلو لپاره د عدالت غوښتې په موخه پر انځورګرۍ بوخت دي.

انځورګره  مینه نایب خېل وویل:«نن د سولې نړیواله ورځ ده. ټول افغانان د دې هیله لري چې په سوله کې ژوند وکړي او موږ باید په دې کار کې ونډه واخلو.»

د سولې نړیواله ورځ په داسې حال کې په افغانستان کې لمانځل کېږي چې د واشنګټن او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو بهیر نژدې دوه اوونۍ وړاندې د امریکا د ولسمشر له یوه ټویټ وروسته ودرول شو.

 د واشنګټن او طالبانو استازو په نهه پړاوه خبرو کې چې نژدې یو کال وخت یې ونیو؛ له یو بل سره وکتل او د افغان سولې په تړاو یې له یو بل سره خپل نظرونه شریک کړل. خو کابل د دغو غونډو تر پایه له جزیاتو لرې پاتې شو او د ملي یوالي حکومت مشرانو ان د دوحې د غونډو د هوکړه لیک مسوده هم ترلاسه نه کړه.

شریک یي کړئ