Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سولې په برخه کې د ځينو سیاسي ګوندونو هڅې

د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد له درېیم سفر وروسته، ځينو سیاسي ګوندونو ویلي چې د خبرو اترو لپاره يې پلاوي برابر کړي دي.

جمعیت اسلامي وايي، چې دوی نه یوازې د یونس قانوني په مشرۍ پلاوی ګمارلی، بلکې د سولې لپاره خپله طرحه هم په لاس کې لري. 

د دې ګوند د سیاسي کمېټې مشر حفیظ منصور په دې اړه طلوع‌نیوز ته وویل: «حکومت چې د واک په سر کې دی، ډېر فرصتونه او امکانات لري، د حکومت لپاره د یوې اجماع جوړول نسبتاً اسان کار دی، موږ ته تجربو ښوودلې چې په یوازې سر ستونزه نه حلېږي.»

منصور وړاندې زیاته کړه، چې د دوی د طرحې له مخې باید پنځه بین الافغاني لوري د جګړې په پای ته رسولو کې برخه واخلي. 

هغه زیاته کړه: «پنځه مذاکره کوونکي اړخونه په پام کې نیول شوي، د حکومت، طالبانو، مقاومت جبهې، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو اړخونه.»

په ورته وخت کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب‌اسلامي ګوند هم وايي چې د طالبانو د خبرو اترو پلاوي د سیاسي ګوندونو له پلاوي سره خبرو ته حاضر دي. 

د دې ګوند غړی همایون جریر وايي: «موږ پر دې باور لرو، چې طالبان حاضر دي چې له دې پلاوي سره خبرو اترو ته کېني.»

دا چې د سولې شورا او ارګ له لوري د جوړو شویو پلاوو تر څنګ سیاسي ګوندونه ولې په دې برخه کې بېلې هڅې کوي، په اړه يې د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته‌ینج وايي: «حکومت چې د سولې لپاره کوم میکانیزم جوړ کړی، نیمګړی میکانیزم دی.»

خو سیاسي شنونکي پر دې باور دي چې د حکومت تر څنګ د نورو مذاکراتي ډلو جوړ ول د حکومت د حاکمیت نقض دی. 

د سیاسي چارو کارپوه محمد حیدري طلوع‌نیوز ته وویل: «دا کار باید د دولت له لارې وشي، له حقوقي اړخه د حکومت پلاوی له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره جوړ شوی، خو له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د بېل پلاوي جوړول د دولت د ملي حاکمیت ډاګیز نقض دی.»

وړاندې تر دې د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد له حکومته غوښتي و، چې یو با صلاحیته او ټول‌شموله پلاوی ور معرفي کړي. 

د سولې په هڅو کې د سیاسي ګوندونو تر څنګ ارګ د ولسمشر د دفتر د رییس په مشرۍ دوولس کسیز پلاوی ټاکلی دی او وړاندې تر دې سولې شورا هم ویلي و، چې دوی به یو پلاوی وټاکي. 

د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د سیمې هېوادونو ته په اتلس ورځني سفر بوخت دي. 

شریک یي کړئ