Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سیاسي پیاوړتیا په پار د طالبانو دکمېسیونونو په مشرتابه کې بدلون

طالبانو تېره اوونۍ په خپلو ۱۳ پوځي او ملکي کمېسیونونو په مشرتابه کې بدلون رامنځته کړ، اوس طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې دا بدلون د طالبانو د سیاسي ډلې د پياوړتیا په پار رامنځته شوی دی.

د طالبانو له منځه سرچینې وايي ټاکل شوې ده چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او د ملا هبت الله مرستیال ملاعبدالغني برادر هم په دغو خبرو اترو کې دخیل شي.

د پوهنتون استاد محمود مرهون په دې اړه څرګنده کړه:«دغه غړي او د دغې ډلې ټول غړي د دې په دلیل ګومارل شوي، څو دغه ډله نړیوالو ته وښيي چې د سولې خبرو اترو لپاره چمتو دي او طالبان له دغه کار سره همدارنګه غواړي ثابته کړي چې د یوه سیاسي ځواک په څېر مطرح شي.»

د دغو بدلونونو پر بنسټ مولوي عبدالکبیر د طالبانو د جلب و جذب د کمېسیون مسوول ټاکل شوی. عبدالکبیر شپېته کلن دی او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د سیاسي کمېټې غړی او همدا ډول د ننګرهار والي پاتی شوی، مګر په دې وروستیو کې یې کوم فعالیت نه درلود.

همدا ډول مولوي محمد ثاقب د مرکزي دارالافتا مسوول ټاکل شوی. هغه هم شپېته کاله عمر لري او له دې وړاندې د طالبانو د ښوونې او روزنې د کمېټې ريیس و.

په ورته وخت کې ملا فیض الله په لوېدیځه حوزه کې د طالبانو د روغتیايي مسوول په توګه ټاکل شوی. دی ۵۲ کاله عمر لري او له دې وړاندې د ملا منصور مرستیال و.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند په دې اړه څرګنده کړه:«مهمو پستونو ته د دغو کسانو بیا راتګ په دې مانا دی چې هغوی غواړي څرګنده کړي چې ځينې روزل شوي کسان له ځان سره لري په داسې حال کې چې دا ډله ډېر نور لایقه او ماهره ځوانان هم لري او د دې لپاره چې وکړای شي د خپل کار لپاره منظم پروګرامونه ولري له دغو کسانو استفاده کوي، د دې سربېره د دغو ګومارنو یو بل پيغام دا دی چې طالبان بېرته راستېږي او واک ته رسېږي.»

د طالبانو یو شمېر پخواني چارواکي د دې کسانو ګومارنه د سولې د خبرو اترو لپاره مهمه بولي.

پخوانی طالب چارواکی سیداکبراغا هم وايي:«د پوځي او ملکي طالبانو په منځ کې د ملا برادر اخندزاده محبوبیت ډېء دی او زه فکر کوم چې دا د سولې خبرو اترو لپاره یو ښه چانس دی او د سولې او همدارنګه د کمېسیونونو لپاره پیاوړتیا ده.»

سیاسي شنوونکی حسن حقیار هم زیاتوي:«که‎چېرې ملابرادر وي، ملاجبار وي یا ملا منان عمري وي نور محمد ثاقب د طالبانو په ډله کې یو مهم کس وو، دا بدلون د سولې خبرو اترو د بدلون په خیر دی زه فکر کوم دوی ټول هغه کسان دي چې پر وطن مین دي او د هېواد ملي ګټو ته ژمن دي.»

سرچینې وايي، په نویو معرفي شویو کسانو کې داسې کسان هم شته چې په ګوانتانامو زندان کې زنداني پاتې شوې دي.

شریک یي کړئ