ځينې سیاسي ګوندونه چې د «لوی ملي ائتلاف» په نوم سره راټول شوي وايي، ولسمشریزو ټاکنو کې به له خپله منځه د یو نوماند ملاتړ وکړي.
دوی د نظام د بدلون، غیر متمرکزه حکومت او ټاکنیز بهیر اړوند یوه طرحه هم له ځان سره لري، وړاندې تر دې يې ویلي و، چې له هر هغه نومانده به ملاتړ اعلان کړي چې د دوی دغه طرحه عملي کوي.
نن (پنجشنبه، د لړم اوولسمه) کابل کې خبري غونډې ته د دې ائتلاف غړو وویل، دوی به له ائتلاف د باندې د هیڅ نوماند ملاتړ ونه کړي.
د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال احمد ضیاء مسعود وویل: «موږ هڅه کوو، چې د لوی ملي ائتلاف له منځه یو نوماند ولرو، څو ورځو کې به يې در وپېژنو، زموږ نوماند به له ملي ائتلاف د باندې نه وي.»
د دې ائتلاف غړي وايي اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم ورته ویلي، چې د دوی له نومانده به ملاتړ وکړي، خو د دې تر څنګ يې له محمد حنیف اتمر، محمد عمر داودزي او رحمت الله نبیل سره هم د احتمالي نوماندانو په اړه خبرې کړې دي.
د جنبش ملي غړی، بشیر احمد تهینج وايي: «د افغانستان لوی ملي ائتلاف د یو لوی سیاسي جریان په ډول په افغانستان کې د بدلون راوستو لپاره د سیاسي مانور وړتیا لري.»
دوی د ولسمشریزو ټاکنو اړوند د څرګندونو تر څنګ د ولسي جرګې ټاکنو په اړه وویل، چې ټاکنیز کمیسیونونه باید د حکومتي چارواکو تر اغېز لاندې را نهشي.
هغوی ټینګار کړی چې باید بایومټریک او له بایومټریک پرته رایې سره بېل شي.
د دې ائتلاف غړي همایون همایون وویل: «په ټول هېواد کې ۳۳ ولایتونو کې رایې باید له سره وشمېرل شي، بایومټریک شوې او بې بابومټریکه رايې باید سره جلا شي، د ائتلاف لپاره له بایومټریک پرته رايې د باور وړ نه دي.»
سره له دې چې سیاسي ګوندونو وړاندې ویلي و، چې د ولسي جرګې ټاکنو پایلو ته په کتو به د ټاکنو کمیسیون اړوند تصمیم نیسي، خو تازه وايي چې باید کمیشنران يې بدل شي.
احمد ضیاء مسعود وویل: «د ټاکنیزو کمیسیونونو کمیشنران باید بدل شي او یو په رښتونې مانا خپلواک کمیسیون رامنځته شي.»
له دوی سره په څنګ کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه د حراست او ثبات شورا او حزباسلامي تر منځ د نوماندانو په اړه چنې روانې دي.
د حزباسلامي - حکمتیار؛ د رهبري شورا غړی همایون جریر وايي دوی په یوازې ځان د نوماند په اړه تصمیم نه نیسي، هغه طلوعنیوز ته وویل: «حزب په یوازې ځان د ټاکنو او په ټاکنو کې د ګډون په اړه تصمیم نه نیسي، حزب او ځينې نور مهم سیاسي ګوندونه یو ټیم جوړوي او بیا وروسته باید ټاکنیز ټکټ وړاندې کړي.»
ټاکنو کمیسیون پرون (چهارشنبه، د لړم شپاړسمه) وویل، چې د جمعې تر ورځې يې سیاسي ګوندونو، څارونکو بنسټونو او نړیوالې ټولنې ته وخت ورکړی چې د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش اړوند ورسره خپل نظرونه شریک کړي، له هغه وروسته به يې اعلان کړي.
د ولسمشریزو ټاکنو لپاره چې وړاندې يې د ترسره کېدو نېټه د راتلونکي کال د وري میاشتې ۳۱مه ښوودل شوې ده، محمد اشرف غني، محمد حنیف اتمر، رحمت الله نبیل او محمد عمر داودزي نومونه د احتمالي نوماندانو په توګه یادېږي.