Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د شخړو زیاتوالي له کبله د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو د یوناما اندېښنه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) د روژې د مبارکې میاشتې په لومړۍ اونۍ کې په افغانستان کې پر ملکي کسانو د زیات شوي تاوتریخوالي د اغیزو له کبله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې نن(یک‎شنبې د غويي په ۲۲مه نېټه) وايي:« یوناما د هغو بریدونو له کبله د طالبانو غندنه کوي چې په قصدي ډول پکې ملکیان په نښه کیږي لکه د مې د میاشتې په اتمه په کابل کې پریوه غیر حکومتي سازمان، کونټر پارټ انټرنشنل برید چې په ترڅ کې یې ۶ کسان ووژل شول او ۲۸ تنه نور ټپیان شول.»

خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو له قوله لیکل شوي دي:«له توپیر پرته په قصدي ډول پرملکي کسانو برید په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دی.»

هغه وړاندې ویلي دي:« د هغه برید اصلي قربانیان افغانان وو. دا برید په ښکاره او قصدي ډول پر یوې داسې پرمختیایي موسسې له تاوتریخوالي ډک ترسره شوی برید دی چې ملکي کسان پکې د خلکو د ژوند د ښه کیدو لپاره هڅې کوي.»

د یوناما همداراز ویلي دي چې تردې وړاندې د روژې د میاشتې په درشل کې طالبانو د بغلان په امنیه قومندانۍ ځانمرګی برید وکړ، چې ډیر ملکي تلفات یې درلودل او په ټپیانو کې یې ښځې او ماشومان شامل وو.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي دي چې دغه دوه بریدونه د ښارونو په ملکي میشتو سیمو کې په داسې حال کې ترسره کیږي چې د هېواد په مختلفو سیمو کې د زیات شوي تاوتریخوالي پراخ رپوټونه ورکول کیږي او ادعا کیږي چې د دغو بریدونو درنه بیه ملکیان پرې کوي.

یوناما همداراز ویلي دي:«یوناما په فعالانه ډول د هغو ادعاوو پلټنه هم کوي چې ګواکې د نړیوالو ځواکونو لخوا د نیشه‎یي توکو د تولید د مرکزونو په وړاندې د رپوټ شویو هوایي عملیاتو له کبله په فراه او نیمروز ولایتونو کې ملکیانو ته تلفات اوښتي دي. دغو سیمو ته لاس رسی اسانه ندی او دلته ګڼې عملیاتي ننګونې موجودې دي، چې د دغو عملیاتو په لړ کې ملکیانو ته د رسیدلي زیان څرنګوالی معلوم کړی شي. »

یوناما یوځل بیا د شخړې په ټولو اړخونو غږ کړی چې د روژې په میاشت کې جګړه ودروي او د ملکي وګړو د خوندیتوب په تړاو خپلې ژمنې عملي کړي.

یوناما یوځل بیا د شخړې په ټولو اړخونو غږ کړی چې د روژې په میاشت کې جګړه ودروي او د ملکي وګړو د خوندیتوب په تړاو خپلې ژمنې عملي کړي

شریک یي کړئ