د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، وايي چې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په لیدنه کې د سولې په غونډو کې د ګډون لپاره د طالبانو د مرکچي پلاوي د غړو د سفر بندیز په اړه خبرې اترې کړې دي.
ښاغلی خلیلزاد په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې په دې اړه د حل لارې په لټه کې دی :«موږ به داسې غوراوي وپلوټو، چې د طالبانو د مرکچي پلاوي هغه غړي چې د ملګرو ملتونو سازمان د سفر بندیز په نوملړ کې دي، په خبرو اترو کې ګډون وکړي.»
د طالبانو د مرکچي پلاوي ځینې غړي د ملګرو ملتونو او امریکا په تور نوملړ کې ځای لري چې له دې امله د سفر اجازه نهلري. خو دوه اوونۍ مخکې د مسکو په غونډه کې، د طالبانو دوو هغو غړو ګډون کړی وو چې په دغه تور نوملړ کې وو، چې له هغې وروسته حکومت ملګرو ملتونو سازمان ته شکایت وکړ.
ټاکل شوې وه چې د طالبانو دغه پلاوی د تېرې اوونۍ په دوشنبې ورځ پاکستان کې له امریکايي پلاوي سره وګوري، خو افغان حکومت بیا هم ملګرو ملتونو سازمان ته په دې اړه شکایت وکړ چې په پایله کې دا غونډه جوړه نه شوه.
ښاغلي خلیلزاد همدارنګه لیکلي چې هغه د سولې خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره د افغانانو د یوې ټول شموله او ملي ډلې جوړېدو په هکله هم له کابلوف سره خبرې کړې دي.
هغه لیکلي:«موږ هوکړه وکړه چې د سولې مذاکرې د پر مخ بیولو لپاره ټول شموله بین الافغاني خبرو اترو ته اړتیا ده.»
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي کابلوف سره لیدنه کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د سولې وروستۍ هوکړه دې د دې ضمانت کوونکې وي چې د افغانستان خاوره بیا د نړیوالو ترهګرو له خوا د هېڅ هېواد په وړاندې نه استعمالېږي.
هغه لیکلي:«موږ همدارنګه هوکړه وکړه چې په هر ډول وروستۍ هوکړه کې د دې ضمانت وشي چې د افغانستان خاوره هېڅکله د نړیوالو ترهګرو له خوا د نورو هېوادونو پر وړاندې نه استعمالېږي. او همدارنګه د سولې د هڅو د همغږي کولو لپاره پر یوې سیمه ییز باالقوه چوکاټ هم بحث وکړ.»