Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د طالبانو له خوا د فراه د پرځېدو په اړه ګواښونه

د فراه د ولایتي شورا غړي او یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې د فراه ښار د پرځېدو له خطر سره مخامخ دی.

د فراه د ولایتي شورا غړي ادعا لري، چې په تېرې یوې اوونۍ کې شاوخوا سل سرتېري له طالبانو سره په نښتو کې وژل شوي دي.

بل خوا د ولسې جرګې یو شمېر غړي په دغه ولایت کې د جګړې پر مدیریت نیوکه کوي او د رامنځته شوي ترینګلي امنیتي وضعیت پړه پر ځایي چارواکو اچوي.

د فراه د ولایتي شورا غړی خیرمحمد نورزي په دې اړه وویل:«دم‎ګړۍ د فراه امنیت، د هېواد د ټولو ولایتونو څخه خراب دی؛ اوس‎مهال، د فراه ښار په دوه کیلو مټرۍ کې جکړه ده، هره شپه د امنیتي ځواکونو پنځه تر لسو ځواکونو وژل کېږي او پوځي تجهیزات یې د طالبانو لاسته ورځي، خو حکومت تراوسه په دې اړه هېڅ کار نه دی کړی.»

طالبانو د دغو بریدونو په پایله کې له امنیتي ځواکونو ځينې وسلې او تجهیزات نیولي دي.

د فراه ولایتي شورا او مدني ټولنې غړي د دغه ولایت امنیتي چارواکي د امنیت په ټینګښت کې ناتوانه بولي او وايي، چې که د جګړې په مدیریت کې بدلون را نه شي ښايي طالبان د فراه ښار تر خپلې ولکې لاندې راولي.

د مدني ټولنې فعال همایون شهید زاده په دې اړه زیاته کړه:«د طالبان د فراه ښار ځینو برخو ته ننوتلي دي یوازې د حکومتي بنسټونو څلور دېوالونه د دولت په واک کې دي او نور د فراه ښار ټولې خواوې د طالبانو په لاس کې دي.»

له دې سره جوخت په ولسي جرګه کې د دغه ولایت استازي حمیرا ایوبي د فراه له ناوړه وضعیت په اړه داسې وايي.

اغلې ایوبي زیاته کړه:«له حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده، چې ژر تر ژره د فراه وضعیت ته پاملرنه وکړي، له هغې پرته دا ولایت د طالبانو لاسته لوېږي، که‎څه هم اوس هم د فراه ځينې برخې د طالبانو په واک کې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د فراه والي په خپله فېسبوک پاڼه لیکي چې فراه د طالبانو د پرځېدو په درشل کې ده.

بلخوا د ملي دفاع وزارت چارواکي په دغه ولایت کې د وسله والو د ځپلو په موخه د ځانګړو عملیاتو د پيلولو خبر ورکوي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش په دې اړه وویل:«زه په جدیت سره وايم چې طالبان به د فراه د ولکه کولو هیله به ګور ته یوسي؛ زموږ پوځیانو باور دا دی چې طالبان په هېڅ ډول نه‎شي کولای د فراه ښار ونیسي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال طالبانو د فراه ولایت تر دروازو ځانونه رسولي وو خو ویل کېږي چې سږ کال طالبانو د جنګي تکتیک په بدلون سره د بریدونو پرمهال په فراه ولایت کې امنیتي ځواکونو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د فراه د پرځېدو په اړه د فراه د ولایتي شورا غړي او یو شمېر اوسېدونکي له ادعا سره په ورته وخت کې د فراه والي په خپله فېسبوک پاڼه لیکي چې فراه د طالبانو د پرځېدو په درشل کې ده.

شریک یي کړئ