Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو پر شاتمبولو کې د امنیتي ځواکونو له ونډې د ناټو ستاینه

په افغانستان کې د ناټو پرېکنده ملاتړ ماموریت وايي چې له فراه ښار څخه د طالبانو په شاتمبولو کې د دولتي ځواکونو ونډه ډاګیزه وه، خو امریکايي ځواکونو هم له «اې ۱۰» او بې پیلوټه جنګي الوتکو څخه په استفادې سره طالبان په نښه کړل.

د دغه ماموریت ویاند وايي چې د هغوی عملیات د فراه ښار په اړوند سیمو کې د طالبانو تر بشپړ له‎منځته تلو به دوام ولري او دغه ډله به د امریکايي ځواکونو د جنګي الوتکو له لوریو په نښه شي.

کله چې د فراه سټراټيژیکې سیمې د سه شنبې ورځې پر سهار پرځېدو ته نېږدې کېږي، پر دولتي ځواکونو سربېره، امریکايي ځواکونه هم لاس په کار کېږي او له دغه ښاره د وسله‎والو طالبانو د شړلو لپاره له اې لس جنګي الوتکو او بې پېلوټه الوتکو کار اخلي.

د پرېکنده ملاتړ ماموریت ویاند مارټین اوډانل وویل:« امریکايي ځواکونو په هغو هوايي بریدونو کې ونډه لرله چې د «اې ۱۰» او بې پیلوټه هوايي الوتکو په مټ ترسره شول، دغو الوتکو د شپې او د ورځې خپلې موخې په نښه کړې.»

 د غوڅ ملاتړ ماموریت د طالبانو په شاتمبولو کې د دولتي ځواکونو د جګړې ستاینه کوي او په دغه ماموریت کې  د هېواد د کومانډو او دغه‎راز د هوايي ځواکونو ونډه رغنده بولي.

ښاغلي اوډانل زیاته کړه:« فراه اوس‎مهال د دولتي ځواکونو په واک کې ده او همدا ځواکونه د عملیاتو مشري پر غاړه لري، په دغو عملیاتو کې د افغانستان پوځ، پولیسو، کومانډو او هوايي ځواکونو ونډه لرله او دغو ځواکونو څو مهم هدفونه په نښه کړل.»

 خو د ځواکونو په رسېدو کې ځنډ او په فراه کې د جګړې د مدیریت څرنګوالی اندښمنوونکی بلل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزامحمد یارمند په دې اړه وايي:«دا د امنیتي ځواکونو لپاره یوه ښه تجربه وه چې په راتلونکي کې باید د ریزرف یوه قطعه جوړه کړي چې په د داشان پېښو پر مهال ژر تر ژره ځانونه موخې ته ورسوي او ټول امکانات ولري.»

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش په دې اړه وویل:«په لومړي سره کې زموږ بسندویه وو، خو وروسته چې کله بریدونو زور واخیست، موږ د هغې په لټه کې شو چې ډېر ځواکونه سیمې ته واستوو.»

مرکزي حکومت هم د فراه ښار د ځینو سیمو په پرځېدو کې پر ناغېړۍ تورنېږي.

د فراه د پخواني والي مرستیال مسعود بختور څرګنده کړه:« باید هلته ځواکونه داسې ځای پر ځای کړي چې د تل لپاره هملته پاتې شي ترڅو دا ناورین بیا تکرار نه‎شي.»

د فراه اوسېدونکی ایمل هم وايي:« د امنیتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ نشتون د دې لامل شوی چې طالبان ځانونه د فراه ښار ته ورسوي.»

په فراه ولایت کې به د ګواښونو د له‎منځه وړو لپاره د دولتي او امریکايي ځواکونو عملیات ترڅو نورو ورځو پورې هم دوام ولري.

 تر دې وړاندې هم فراه ښار له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخامخ وه.

 د غوڅ ملاتړ ماموریت په فراه کې د طالبانو په شاتمبولو کې د دولتي ځواکونو د جګړې ستاینه کوي او په دغه ماموریت کې  د هېواد د کومانډو او دغه‎راز د هوايي ځواکونو ونډه رغنده بولي.

شریک یي کړئ