Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د عبدالجبار قهرمان مړی خاورو ته وسپارل شو

ولسي جرګې ته د نوماند عبدالجبار قهرمان مړۍ نن کابل کې د ملي شورا په هدیره کې خاورې ته وسپارل شو.

عبدالجبار قهرمان ته ځينې نږدې کسان د هغه وژل هدفمن بولي او د هغه په وژنه کې دننه په حکومت او له حکومته بهر ځينې کسان دخیل بولي.

که څه هم د قهرمان په جنازه کې د هغه د ولسي جرګې همکاران ډېر کم وو، خو هغه چې ورته راغلي وو، وايي، قهرمان یو ځانګړی سړی و.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار په دې اړه وویل:« د دې خاورې او د دې مظلوم ملت لپاره یې ځان قرباني کړ، الله دې د دې ملت او خاورې دښمنان هلاک، تباه او برباد کړي.»

د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان هم څرګنده کړه:« تل یې هڅه دا وه چې په ټول کې حکومت او د ولسي جرګې غړي له سولې، صمیمیت او یووالي سره د افغانستان د ګټو لپاره کار وکړي.»

د عبدالجبار قهرمان ورور شاه محمود قهرمان وايي:« زه غواړم چې خپل دښمنان پیدا کړو او  دولت زما د ورور قاتلین ونیسي.»

قهرمان تر شا یوازې یو زوی پرېښود... دومره کوچنی زوی چې د پلار د مړینې غم ترې د خبرو کولو توان هم اخیستی دی.

د جبار قهرمان کورنۍ او خپلوان وايي، نوموړی په حکومت کې دننه او بهر ځینو کړیو په ګډه وژلی، دوی وايي حکومت د خپلو خلکو د امنیت په ټینګښت کې هم ناکام دی.

د عبدالجبار قهرمان له خپلوانو فیاض ساپی وايي:« د افسوس ځای دی چې د تسلیت پيغامونه لېږې اې رییس جمهوره د خپل هېواد بازوګان وساته د هېواد عزت وساته او پلټنه وکړه چې د هېواد دا ملي شتمنۍ څوک له منځه وړي.»

د عبدالجبار قهرمان له خپلوانو عبدالقدیر دقیق نوري څرګنده کړه:« باید په جدي توګه ساتل شوی وای، دا یوازې د مملکت نه، بلکې د سیمې سرمایه ده.»

جبار قهرمان د ولسي جرګې د ټاکنو لسم نوماند و چې سږنیو کمپاینونو کې یې سر وبایله.

د قهرمان خپل پښتون مل احمدزی وايي:« که چيري داسي ناامني وي او داسې وضعیت وي او خپل داسې اتلان خاورې ته وسپارو هرو مرو د خلکو په منځ کې وېره خپرېږي.»

عبدالجبار قهرمان د ولسي جرګې په شپاړسمه دوره کې د هلمند استازی او دا وار ټاکنو ته بیا نوماند و.

نوموړی د ډاکټر نجیب الله د حکومت پر مهال د کندهار میوند ولسوالۍ کې هم د ملي ځواکونو قومندان پاتې شوی و.

د ولسي جرګې غړی او بلې دورې ته نوماند عبدالجبار قهرمان چې د چهار شنبې په ورځ یې د طالبانو برید کې ساه ورکړه، پر جنازې یې تر رسمي مراسمو وروسته د ملي شورا په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

شریک یي کړئ