Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د عبدالرازق ورور د کندهار امنیه قومندانۍ سرپرست شو

د کندهار مخکیني امنیه قومندان، جنرال عبدالرازق ورور، تادین خان د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ د سرپرست په توګه معرفي شو.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، نصرت رحیمي وایي چې د دغه وزارت د وړاندیز او د ضرورت له کبله د ښاغلي رازق ورور تادین خان د کورنیو چارو وزارت د لومړی مرستیال جانان بارکزي له خوا د کندهار د امنیه قوماندانۍ د سرپرست په توګه معرفي شو.

د کندهار پخوانی امنیه قومندان، جنرال عبدالرازق د دغه ولایت د والي په دفتر کې د تلې په ۲۶مه نېټه د ډزو په پایله کې ووژل شو.

په همدې حال کې د ملي امنیت ریيس، معصوم ستانکزي نن(دوشنبې د تلې په ۳۰مه نېټه) کندهار کې په یوې خبري ناسته کې وویل چې پر جنرال عبدالرازق برید کوونکي له جعلي نوم، جعلي پېژندپاڼې او د یوه شخصي کس له تضمین سره یې د کندهار والي د ساتونکي په توګه یې یوه نیمه میاشت مخکې دنده پيل کړې وه.

ده زیاته کړه چې بریدګر له بریده یې پنځه دقیقې مخکې کابو دوه نیمې دقیقې له پولې هاخوا چا سره خبرې کړې دي.

پر ښاغلي رازق وروسته له هغې ډزې وشوې چې نوموړی په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له عمومي قومندان سکاټ مېلر سره له یوې ناستې بهر کېده.

ولسمشرۍ مانۍ د جنرال عبدالرازق تر وژل کېدو وروسته په کندهار ولایت کې د ولسي جرګې د ټاکنو په ترسراوي کې د یوې اوونۍ ځنډ اعلان کړ.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په دې اړه وايي:«د کندهار د خلکو د غوښتنې او د ټاکنو کمېسیون د وړاندیز پر بنسټ، د ملي امنیت په فوق‎العاده شورا کې پرېکړه وشوه ترڅو په دغه ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې له یوې اوونۍ ځنډ سره ترسره شي.»

هېواد کې (د تلې په ۲۸ مه) د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شوې.

د جنرال عبدالرازق مړی (جمعه د تلې په ۲۷ مه) د کندهار ښار د خرقې مبارکې په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو.

د ښاغلي رازق د جنازې په مراسمو کې، د هغه مور، خپلوانو او د کورنۍ غړو او یو ډېر شمېر کندهاریانو ګډون کړی و.

د ملي امنیت ریيس، معصوم ستانکزي کندهار کې په یوې خبري ناسته کې وویل چې پر جنرال عبدالرازق برید کوونکي له جعلي نوم، جعلي پېژندپاڼې او د یوه شخصي کس له تضمین سره د کندهار والي د ساتونکي په توګه دنده پيل کړې وه

شریک یي کړئ