Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د علماوو شورا له خلکو غواړي چې د ټاکنو لپاره نوم‎لیکنه وکړي

د افغانستان د علماوو شورا د جمعې په ورځ (د غوايي په ۱۴ مه) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر غني سره په لیدنه کې، له خلکو وغوښتل د رایه ورکوونکو د نوم‎لیکنې په بهیر کې ګډون وکړي.

د دغه شورا رییس او غړو د یوه پرېکړه لیک له صادرولو سره په کابل او نورو ولایتونو کې ترهګریز بریدونه چې په هغو کې د خبریالانو په ګډون ځينې هېوادوال ووژل شول، وغندل.

دغې شورا، وروستي بریدونه او همدارنګه د طالبانو «خندق» عملیات یې د اسلام پر ضد وبلل.

په همدې حال کې، ولسمشر غني، د ترهګریزو بریدونو د غندنې او د رایه ورکوونکو د نوم‎لیکنې په بهیر کې د ګډون لپاره د دغې شورا له پرېکړه‎لیک هرکلی وکړ.

هغه زیاته کړه چې حکومت له فساد سره د مبارزې او د ټاکنو د ترسراوي لپاره جدي ژمنه لري.

دا په داسې حال کې ده چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره د نوم‎لیکنې بهیر په یویشتمې ورځې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس وویل چې په ټول هېواد کې تراوسه څه باندې یو مېلیون تنو په راتلونکو ټاکنو کې ګډون لپاره نوم‎لیکنه کړې ده.

ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان هجري کال د تلې په ۲۸ مې ترسره شي.

شریک یي کړئ