Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غزني اوسېدونکي: طالبان د ښار له یو شمېر برخو وتلي دي

د غزني یو شمېر اوسېدونکي نن(سې‎شنبې د زمري ۲۳مه) وايي، طالبان د ښار له ځینو سیمو څخه بېرته وتلي دي.

ښاریان وايي، له پرون ماښام راهیسې دغزني ښار حالت څه ناڅه ارام شوی دی او د ډزو غږ هم ډېر کم اورېدل کېږي.

خلکو دا هم ویلي چې طالبانو ګڼو دولتي ودانیوته اور اچولی او ترې وتلي دي او جګړې لومړۍ کرښه اوس غزني ته نږدې اسفنده، نوغۍ او خوږیاڼیو ولسوالۍ ته پر شا تمبول شوې ده.

د غزني ځینې خلک بیا وايي، د ښار له جګړې نه د غزني ولایتي روغتون ته د سلوکسانو مړي او دوه سوه ټپیان وروړل شوي دي، خوځینې مړي اوټپیان ان د روغتون په انګړ کې ایښودل شوي دي.

خلک وايي، روغتون کې درمل هم کم شوي دي.

په دې اړه چارواکو تر اوسه تازه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د دفاع وزیر، طارق شاه بهرامي له کورنیو چارو وزیر، ویس احمد برمک سره کابل کې د خبري ناستې پرمهال د غزني حالت په اړه خبرې وکړې، دوی څرګنده کړه چې د ښار ولکه د افغان ځواکونو په لاس کې ده او د جګړې ښه مشري په موخه لوی درستیز، شریف یفتلي دې ولایت ته تللی دی.

د هېواد ملي دفاع وزیر وايي چې د غزني څلور ورځنۍ نښته کې ۱۹۴ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی، دی وايي چې یوازې نن هوايي برید ۹۵ طالبان وژلي دي.

له دې سره هم مهال د کورنیو چارو وزیر وايي چې ۷۰ تنه افغان ځواکونو په غزني کې د جګړې پر مهال ژوند له لاسه ورکړی دی.

طالبانو د جمعې پر سهار د غزني پر ښار خپل بریدونه پیل کړل او په دې ولایت کې یې د ملي تلویزیون ودانۍ، د ټاکنو کمېسیون دفترونه سوځولي دي.

د کورنیو چارووزیر وايي چې طالبانو د خلکو په کورنو او جوماتونو کې ځای نیولی او د افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو مخې خنډ شوي.

له دې سره دی ډاډ ورکوي چې ټول دولتي بنسټونه او زندان د افغان ځواکونو په لاس کې دی.

په همدې حال کې د ناټو غوڅ ماموریت وايي چې د غزني ښآر د افغان ځواکونو په لاس کې دی او طالبان د دې ښار د نسکورېدو ځواک نلري.

له دې سره داسې راپورونه شته چې کابو سل تنه کمانډو ځواکونه د غزني ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې ورک شوي دي، خو کورنیو چارو وزیر د کمانډو ځواکونو شمېر ۵۰ تنه وه چې اوس مهال ۳۵ تنه یې د دایکندي ولسوالۍ میرامور ته رسېدلي دي.

دی وايي چې د جګړې زیاتوالي سره دې ځواکونو شاتګ کړی دی.

د غزني په جګړه کې یوازې کابو سلو تنو پولیسو سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی او د اردو او امنیت سرتېرو د مرګ ژوبلې شمېر نه دی څرګند

شریک یي کړئ