د غزني په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې لا هم ارامه فضا نه ده خپره شوې، خو امنیتي چارواکي وايي تازه ځواکونه يې لېږلي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي کافي شمېر ځواکونه يې د جګړې د مهار لپاره لېږلي دي: «پوره شمېر جاغوري او مالستان ته ځواکونه رسېدلي دي، لوړ پوړي امنیتي چارواکي همدا اوس په غزڼي کې دي او دښمن ته د ځمکنیو او هوايي بریدونو له امله لوړ تلفات اوښتي دي.»
په دې جګړه کې د کمانډو عسکرو په ګډون تر ۳۰ تنو ډېر ځواکونه تلف شوي دي، خو د غزني والي وايي چې حالات تر کنټرول لاندې دي.
وحید الله کلیمزي وویل: «ټولو ځواکونو ته لارښوونه شوې او انشاءالله وضعیت تر کنټرول لاندې دی، ډېر ژر به داسې اقدامات چې له رسنیو سره يې نه شو شریکولی، وکړو.»
د مالستان خلک څه وايي؟
غزني ښار ته له جاغوري او مالستانه رالېږدېدلې کورنۍ وايي، هلته خلک په بد وضعیت کې دي.
د جاغوري ولسوالۍ نه راغلې مېرمن نصیبه وايي: «لارې طالبانو نیولې وې، یو ساعت يې وځنډولو.»
د مالستان ولسوالۍ اوسېدونکی محمد عیسی چې غزني ښار ته راغلی وايي طالبان د ولسوالۍ بازار ته څېرمه را رسېدلي و.
هغه وايي: «تېره شپه طالبان د ولسوالۍ بازار ته نږدې رسېدلي و، چې زوړ بازار يې بولي، همالته را رسېدلي و.»
د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکی عبدالقادر د لارې د سختیو کیسه کوي: «ماشومان زیان شول، د لارې منځ کې زیان شو، وروسته لاړل بل ځای ته، وايي که پر دې حال لاړ شو، په لار کې تلف کېږو.»
په همدې حال کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال نوروز علي علیزاده وايي، جنګ ځپلو ته يې مرستې رسولې دي.
هغه زیاته کړه: «غیر خوراکي توکي، لکه خېمه، کمپل، تر پال، بوشکه او د پخلنځي سیټ، خوراکي توکو کې بیا وریجې، لوبیا، بوره، غوړي او مالګه شامل دي.»
تېره ورځ ولسمشر غني کابل کې له پر همدې تړاو د شوي لاریون ګډونوالو سره ژمنه وکړه، چې د حالاتو د سمون لپاره به لوی درستیز غزني ته ولېږي.