د غزني ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې د دې ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ امنیه قومندان ، سید منیر او درېیو پولیسو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یاد ولایت امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې نن(دوشنبې د چنګاښ۱۹مه) وايي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو بریدونو کې ۳۳ طالب وسلهوال وژل شوي دي.
خبرپاڼه وايي چې طالب وسلهوالو تېره شپه کابو دوه بحې د خوګیاڼو پر ولسوالۍ برید وکړ چې د افغان ځواکونو سخت غبرګون سره مخامخ شول، د نښتو په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان او درېیو تنو پولیسو ژوند لاسه ورکړی.
په دې پېښه کې درې پولیس ټپیان شول.
خبرپاڼه زیاتوي چې خوګیاڼو کې له افغان پولیسو سره نښته کې نهه وسلهوال ووژل شول او ۱۲ تنه نور ټپیان شول.
خبرپاڼه کې راغلي دي یاد شمېر طالب وسلهوالو ته د غزني په مرکز، خوګیاڼو، قرهباغ او مقر ولسوالۍو کې د هوايي او ځمنکني بریدونو په پایله کې تلفات اوښتي دي.
خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې بریدونو کې ۲۴ طالب وسلهوال ټپیان دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.