Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غزني ښار ۳۰ سلنه زده کوونکي ښوونځیو کې ناسوب دي

د غزني د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې پر غزني ښار د طالبانو له برید وروسته، تراوسه د دغه ښار ۳۰ سلنه زده کوونکي ښوونځيو ته حاضر شوي نه دي. د دغه ولایت د پوهنې رییس په وینا ۲۰ سلنه دغه زده کوونکي نجونې دي.

له ناامنیو وېره، له غزني نه د هېواد نورو برخو ته د کورنیو ګډه کېدل، او د غزني ښار په ځینو ښوونځیو کې د پوځيانو ځای پر ځای کېدل، درسونو ته د زده کوونکو د نه حاضرېدو اصلي لاملونه بلل کېږي

د غزني له جګړې د څه باندې یوې میاشتې په تېرېدو تراوسه هم د دغه ښار اوسېدونکي د وضعیت د عادي کېدو په اړه اندېښنه لري.

د غزني د پوهنې رییس محب الرحمان انصار په دې اړه وویل:«دا یوه څرګنده خبره ده چې جګړه او ناامني پر هرې برخې اغېزه لري، که هغه سوداګري وي، امنیت وي، تعلیم او که اقتصاد وي پر ټولو برخو منفي اغېزه کوي. پوهنه هم له همدې امله اغېزمنه شوې. له بده مرغه زموږ د پلاوي وروستۍ څېړنه ښيي چې د څلور نیم میاشتنیو ازموینو څخه وروسته، د زده کوونکو په حاضرۍ کې لس کموالی راغلی دی، ځکه چې د دغو زده کوونکو کورنۍ نورو ځایونو ته ګډه شوي دي او هلته ښوونځي نشته. امنیتي ګواښونه هم د دې لامل شوي چې زده کوونکي ښوونځیو ته ولاړ نه شي. په همدې ترتیب سره زموږ استولي پلاوي موندلي چې شل سلنه نجونې هم ښوونځیو ته نه درومي.»

د غزني د ولایتي شورا غړی عبدالباري شلګری هم وايي:«له دې مخکې هم امنیت ښه نه وه، خو اوس ډېر خراب شوی. په دې کې شک نشته چې زده کوونکي د امنیتي ستونزو له امله نه شي کولای ښوونځيو ته ولاړ شي. ځینې وختونه لارې بندې وي، زما په شخصي اند د پوهنې کیفیت ښه دی، خو بنسټيزه ستونزه ناامني ده.»

په دې لړ کې د غزني امنیه قومنداني چې د چهارشنبې په ورځ په دغه ښار کې د هدفي وژنو په تړاو د څو تنو د نیولو خبر ورکوي په غزني ښار کې پر امنیتي تدابیرو ټینګار کوي.

پر غزني ښار د طالبانو د بریدونو څرنګوالي یو لړ پوښتنې او اندېښنې راپارولې دي.

لکه څنګه چې په روانه اوونۍ کې د افغانستان په اړه د ملګروملتو سازمان د امنیت شورا په ناسته کې هم په دغه سازمان کې د هند دایمي استازي په یو ډول دې موضوع ته اشاره وکړه.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د هند دایمي استازی سید اکبرالدین په دې اړه ویلي:« موږ ټول پوهېږو چې دا مسله پوځي حل لاره نه‎لري، خو تراوسه هم طالبان د خپلو ملاتړو په مرسته د افغانستان په څو برخو کې تاوتریخوالي او ورانۍ ته دوام ورکوي د بېلګې په توګه پر غزني ښار وروستی برید، دا بریدونه د داسې کسانو لخوا پلان او اجرا کېږي چې د افغانستان په ګاونډ کې په امنو پټن‎ځایونو کې ځای پر ځای دي‎.»

له دې مخکې د غزني اوسېدونکو نیوکه کړې هغه ژمنې چې حکومت د دغه ښار د امنیت د بیا ټینګښت لپاره له دوی سره کړې تراوسه نه دي عملي شوې.

طالبانو د زمري میاشتې د اتلسمې په نیمه شپه له څو لوریو پر غزني برید وکړ او د هغې شپې د سبا تر غرمې مخکې یې د دې ښار ځینې برخې په واک کې وې.

پر غزني ښار د طالبانو له برید وروسته، د دغه ښار ۳۰ سلنه زده کوونکي ښوونځيو ته حاضر شوي نه دي. له دې مخکې په نوموړي ولایت کې ۱۲۰ زره زده کوونکي ۸۹ ښوونځیو ته تلل.

شریک یي کړئ