Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غور زده کړیالان نه شي کولای خپلو کورونو ته ولاړ شي

د غور ولایت ځينې زده‎کړیالان په خپل ولایت کې د امنیتي وضعیت له خرابوالي اندېښن دي او وايي چې نه‎شي کولای خپلو کورونو ته ولاړ شي.

دغه زده‎کړیالان چې د هرات ولایت په پوهنتون کې په زده کړو بوخت دي، وايي چې امنیتي ځواکونه نه دي توانېدلي چې د غور امنیت تامین کړي.

یو له دغو زده‎کړیالانو فضل‎الدین چې په دغه ولایت کې د اوضاع په اړه اندېښمن دی او یو کال کېږي چې خپل کورته چې په تولک ولسوالۍ کې دی ولاړ شي.

هغه وویل:«د امنیتي ګواښونو له امله یو کال کېږي کور ته نه یم تللی او کورنۍ مې هم په تولک ولسوالۍ د طالبانو په ګواښ کې ده.»

جګړې دغو زده‎کړیالانو ډېر روحي او جسمي زیانونه رسولي او دغه زده‎کړیالان درس ته د تمرکز پر ځای د خپلو کورنیو د وضعیت په اړه چې د طالبانو په کلابندۍ کې دي اندېښنه لري.

بل زده‎کړیال احمد شاه محمدي وايي:«امنیتي ځواکونه او ولسي پاڅون کوونکي له کمو امکاناتو سره له طالبانو سره جنکېږي او قرباني ورکوي.»

تولک، شهرک، تیوره، ساعر او دولت یار د غور هغه ولسوالۍ دي چې په هغې کې جګړه روانه ده او د دغه ولایت د ځينو چارواکو په وینا، د کال له پيله تراوسه څه باندې ۵۰ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او څه باندې ۱۰۰ تنه نور ټپيان دي.

په ورته وخت کې، د غور ځايي چارواکي ځينې امنیتي ننګونې مني، خو په دې اړه څه نه وايي.

زده کړیالان د غور په سیمه ییز حکومت نیوکه کوي او وايي چې د دغه ولایت له مرکز پرته نورې ټولې ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي.

Thumbnail

د غور ولایت ځينې زده‎کړیالان په خپل ولایت کې د امنیتي وضعیت له خرابوالي اندېښن دي او وايي چې نه‎شي کولای خپلو کورونو ته ولاړ شي.

دغه زده‎کړیالان چې د هرات ولایت په پوهنتون کې په زده کړو بوخت دي، وايي چې امنیتي ځواکونه نه دي توانېدلي چې د غور امنیت تامین کړي.

یو له دغو زده‎کړیالانو فضل‎الدین چې په دغه ولایت کې د اوضاع په اړه اندېښمن دی او یو کال کېږي چې خپل کورته چې په تولک ولسوالۍ کې دی ولاړ شي.

هغه وویل:«د امنیتي ګواښونو له امله یو کال کېږي کور ته نه یم تللی او کورنۍ مې هم په تولک ولسوالۍ د طالبانو په ګواښ کې ده.»

جګړې دغو زده‎کړیالانو ډېر روحي او جسمي زیانونه رسولي او دغه زده‎کړیالان درس ته د تمرکز پر ځای د خپلو کورنیو د وضعیت په اړه چې د طالبانو په کلابندۍ کې دي اندېښنه لري.

بل زده‎کړیال احمد شاه محمدي وايي:«امنیتي ځواکونه او ولسي پاڅون کوونکي له کمو امکاناتو سره له طالبانو سره جنکېږي او قرباني ورکوي.»

تولک، شهرک، تیوره، ساعر او دولت یار د غور هغه ولسوالۍ دي چې په هغې کې جګړه روانه ده او د دغه ولایت د ځينو چارواکو په وینا، د کال له پيله تراوسه څه باندې ۵۰ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او څه باندې ۱۰۰ تنه نور ټپيان دي.

په ورته وخت کې، د غور ځايي چارواکي ځينې امنیتي ننګونې مني، خو په دې اړه څه نه وايي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه