Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د فاریاب والي: فاریاب کې ځینو امنیتي ځواکونو دندې پرېښې دي

د فاریاب والي نقیب الله فایق وايي چې د دغه ولایت ځينو امنیتي ځواکونو خپلې دندې د هغوی ستونزو ته د حکومت د بې پروایۍ له امله پرېښې دي.

ښاغلي فایق د دغو بې پرواییو د منفي پایلو له ګواښ سره وايي که‎چېرې دا بهیر دوام پیدا کړي، په دغه ولایت کې به د امنیتي ځواکونو شمېر د پام وړ کم شي.

هغه څرګنده کړه:«پر پوستې برید کېږي څوک پاملرنه نه کوي، مهمات یې کمېږي او ورته نه رسېږي، اعاشه یې په وخت سمه نه رسېږي نو دی ځکه دنده پرېږدي.»

هغه زیاته کړه:«په یوې قطعه کې چې دوه سوه تنه وو، زه ولاړم ومې لیدل چې اتیا تنه یې پاتې دي دوی یا وژل شوي او یا یې دنده پرېښې ده.»

د فاریاب والي، په دغه ولایت کې د خیالي پولیسو ستونزه هم مني او وايي چې دا ستونزه د دې لامل شوې ترڅو په فاریاب کې ناامنۍ پراخې شي.

هغه څرګنده کړه:«دا ستونزه شته موږ ډېر سیمه‎ییز پولیس هم لرو.»

د ناامنیو د پراخیتا او همدارنګه د فاریاب پر مرکز میمنې ښار د طالبانو احتمالي برید له امله د اندېښنو په اوج کې د دغه ولایت والي د امنیتي ځواکونو له ځينو ستونزو پرده پورته کوي.

هغه وايي:«په یوې پوسته کې جګړه کېږي چې ۲۰ تنه دي خو کله چې وینو ۶ تنه دي.»

د فاریاب دغه ځايي چارواکی وايي چې د امنیتي ځواکونو کموالی د دغه ولایت یو له جدي او ډاګیزو ستونزو څخه شمېرل کېږي:«په یوې ولسوالۍ کې چې باید سل تنه وي وینو کله چې وینو ۲۰ تنه دي نو موږ خپله لاره ورکوو چې دا څه ډول دی.»

د فاریاب ولایت د شرین تګاب ولسوالۍ اوسېدونکی فېروزالدین چې یو مهال د یو پېر لپاره د پولیسو سرتېری وه اوس یې دنده پرېښې ده.

هغه وايي:«درې کاله مخکې په یوې پوسته کې وم هلته د شرین تګاب ولسوالۍ په بلوچ کلي کې ټپي شوم، مرستندویه ځواکونه هېڅ نه را رسېدل.»

په همدې حال کې د فاریاب د ولایتي شورا مرستیال صبغت الله سېلاب وايي چې د ګاونډیو هېوادونو د استخباراتي سازمانونو د هڅو ترڅنګ، د امنیتي ځواکونو کموالی او همدارنګه د خیالي پولیسو شتون د دې لامل شوی ترڅو په دغه ولایت کې ناامنۍ پراخې شي.

هغه څرګنده کړه:«د اوس لپاره د فاریاب امنیه قومندانۍ درې نېم تر څلور نېم زره تنه تشکیل لري. له بده مرغه که چېرې شمېرنه وشي موږ نه شو کولای چې یو نیم زره تنه پولیس راغونډ کړو.»

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د فاریاب د امنیه قومندان نظر هم ترلاسه کړو خو خبرو اترو ته حاضر نه شو.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ملي دفاع وزارت د هېواد پر پنځو ښارونو له هغې ډلې د فاریاب پر مرکز مینیې د طالبانو د برید له احتماله خبر ورکړی دی.

شریک یي کړئ