Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د فرانسې سفیر:افغان سوله دې د افغانستان پر اساسي قانون استواره وي

په افغانستان کې د فرانسې سفیر ډېویډ مغتینان، د دوشنبې په ورځ کابل کې د فرانسې د ملي ورځې په لمانځغونډه کې، ټینګار وکړ چې افغان سوله دې د افغانستان پر اساسي قانون استواره وي او زیاته یې کړه چې اساسي قانون د افغانستان د خلکو ګډه پانګه ده.

دغه لوړپوړی فرانسوی ډیپلماټ وايي چې د لومړي ځل لپاره، د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شوې دي.

هغه زیاته کړه فرانسه پر هغې پخلاینې باورمنه ده چې د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ وي. ځکه چې د اساسي قانون د افغانستان د خلکو د مبارزې پایله ده.

د فرانسې سفیر د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۰مې کلیزې سره هم‎مهاله وویل چې واقعاً په افغانستان کې یو واحد ملت د ودې په حال کې دی.

هغه زیاته کړه:«موږ ژمن یوو چې له خپلواکۍ یوه پېړۍ وروسته، واقعاً په افغانستان کې یو واحد ملت د ودې په حال کې دی. ملت جوړونه وخت نیسي، خو هوډ او ارادې ته اړتیا لري او موږ فرانسویان، باور لرو چې یو ملت د یو بل تر څنګ د ژوند کولو لپاره د ګډ هوډ زېږنده ده.» 

هغه په افغانستان کې له ترهګرۍ سره په جګړه کې د فرانسې ونډې ته په نغوتې سره وویل چې فرانسې په افغانستان کې ۴۰۰ سرتېري لرل او هغوی یې په ۲۰۱۳ز کال کې له دغه هېواده بهر کړل.

ښاغلي مغتینان څرګنده کړه:«فرانسې په هغه لومړي سر کې، په ۲۰۰۱ز کال کې، په سمندري ځواکونو کې د ونډې له اخیستو سره له عملیاتو سره یوځای شو او د ۲۰۰۲ په جنورۍ کې ۴۰۰ فرانسوي ځواکونه د ایساف تر قومندانۍ لاندې کابل کې مېشت شول. او همدارنګه د فرانسې څه باندې ۲۰۰ ځانګړي ځواکونه په سپین بولدک کې مېشت شول او په ۲۰۱۳ز کال کې له افغانستانه ووتل.»

هغه د خپلې وینا په بله برخه کې وویل چې تر راتلوونکو دوه میاشتو، افغانان د نوي ولسمشر د ټاکنو لپاره د رایې ورکړې فرصت لري او د هغه په وینا دا ټاکنې به هم ستاسو د مبارزې پایله وي.

هغه زیاته کړه:«یو ځل بیا یادونه کوم چې تر راتلوونکو دوه میاشتو، افغان د خپل نوي ولسمشر د ټاکنو لپاره به د رایې ورکړې فرصت ولري او دا ټاکنې به هم ستاسو د مبارزې پایله وي.»

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک باید اجازه ور نه کړي څو له دغه حقه بې برخې شي.

د فرانسې سفیر وايي:«اجازه مه ورکوئ چې څوک تاسې له دې حقه بې برخې کړي، ځکه چې ډېری خلک په ټوله نړۍ کې دغه حق ته د رسېدو هیله لري.»

ډېویډ په ډاګه کړه که‎چېرې ټاکنې رڼې او عادلانه نه وي، تل او په منظه توګه د بې اعتمادۍ لامل کېږي.

مغتینان زیاته کړه فرانسه پر هغې پخلاینې باورمنه ده چې د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ وي. ځکه چې د اساسي قانون د افغانستان د خلکو د مبارزې پایله ده.

شریک یي کړئ