Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل پېښې د قربانیانو کورنۍ: حکومت د امنیت په ټیګښت کې بې وسه دی

د قابل بای سیمې اوسېدونکې چې تېره شپه د یوې زورورې چاودنې له امله زیانمن شوي حکومت د خلکو د امنیت په ټینګښت کې پر بې وسۍ تورن وي.

د دغې سیمې اوسېدونکي له حکومته غواړي څو د بهرنیانو دغه کمپ د خلکو د کورونو له منځه لیرې کړي.

دغې چاودنې بهرني وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اړولې، خو څلور ملکیان یې وژلي او ۱۱۴ تنه نور یې ټپيان کړي دي.

چې له دې ډلې ۲۴ تنه یې ماشومان او ۱۴ تنه یې هم مېرمنې دي.

د نهه میاشتنۍ مریم سر له دننه څخه زیان لیدلی، د دغې کورنۍ ۱۱ تنه نور غړي هم په دغه برید کې ټپيان شوي دي.

د ټپي مریم مور وحیده وايي:«پر موږ ښیښې راولوېدې، زه په خپله، څلور لوڼې او خاوند، خواښې، خسر او شپږ اندرورګانې مې ټول ټپيان یوو.»

د صحت طفل روغتون مسوولان وايي، د دوشنبې له پېښې دیرش ټپي ماشومان ور وړل شوي دي.

اخوا هغه کورنۍ چې د ګرین ولېچ په شاوخوا کې ژوند کوي سره راغونډې شوي او د کمپ د امنیت لپاره خطرناک بولي.

د سیمې اوسېدونکی زمری په دې اړه وايي:«دا خلک ډېر بې وزله او ناداره خلک دي، د دغه کمپ له امله نور وس نه لري. هر کور ته په لکونو زیان رسېږي، له هر کوره یو ځوان له منځه تللی.»

د سیمې بل اوسېدونکی محمد عظیم هم څرګنده کړه:«دا کمپ موږ سوځوو هر کال موږ دلته مرګ ژوبله ورکوو.»

دغه ترهګریز برید د امریکا، ناټو او هند له خوا غندل شوی دی.

د قابل بای سیمې اوسېدونکي حکومت د خلکو په امنیتې پر بې وسۍ تورن وي او له حکومته غواړي څو د بهرنیانو دغه کمپ د خلکو د کورونو له منځه لیرې کړي.

شریک یي کړئ