Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قرباني شويو امنیتي ځواکونو کورنیو ته د روزنیزو پروګرامونو پيل

له افغان اتلانو سره د مرستې بنسټ وايي چې د قرباني شویو سرتېرو د کورنیو ښځینه غړو ته پر لاس کنډلو هنر د روزنې او همدارنګه وړکتونونو ته د ماشومانو د تللو پروګرامونه پيل کړي دي. 

د دغو پروګرامونو په لومړي پړاو کې ۱۵ مېرمنې او ۱۱ ماشومان تر پوښښ لاندې نیول شوي. دا پروګرام د لاسي صنایعو د یوه شرکت، د یوه وړکتون او همدارګه د پانګوالو له مالي همکارۍ سره عملي کېږي. 

تمه ده چې دې پروګرام کې د ۱۵ قرباني شویو سرتېرو د کورنۍ غړي زده‌کړه وکړي.

د دې سربېره، د سرتېرو د کورنۍ یوولس ماشومان په یوې نهه میاشتنۍ دروه کې وړکتون کې زده‌کړې وکړي.

د افغان اتلانو لپاره د مرستې بنسټ اجراییه ريیس سلیم وردک په دې اړه وویل:«دغه صنایع چې دوی یې تولیدوي، بېرته بازار ته وړاندې شي او د دې ترڅنګ دا چې د دوی لپاره د کار او بوختیا زمینه برابرېږي، بلخوا دوی کولای شي له مالي پلوه ځان بساینې ته ورسېږي.»

شکریې ۹ میاشتې وړاندې خپل خاوند د هلمند په جګړه کې له لاسه ورکړ او اوس یې مېرمن د افغان اتلانو لپاره د مرستې بنسټ د یوه پروګرام په چوکاټ کې د لاسي کنډلو هنر پرورګرام کې شامله شوې ده.

شکریه وايي، هیله‌منه ده چې د همدې خامک په وسیله د خپلو دوو اولادونو اړتیاوې پوره کړي.

د قرباني شوي سرتېري مېرمن شکریه زیاتوي:«خاوند ته مې شپږ په شږو میاشتو کې معاش ورکاوه. اوس تېره ورځ نوې بایومېټریک شو، خو ډېر پځ پر مخ ځي. اوس هم زموږ اقتصاد ښه نه دی. که‎چېرې موټر موږ دلته راونه رسوي موږ د موټر کرایه هم نه لرو.»

جمیله د همدوی له ډلې یوه بله مېرمن ده. درې کاله وړاندې د هغې زلمی زوی چې سرتېری و، قرباني شو، خو اوس دا مېرمن د خپلو دوو لمسیانو او د خپلې کورنۍ د نورو غړو د اړتیاوو پوره کولو لپاره هڅه کوي.

د قرباني شوي سرتېري مور جمیله وايي:«هغه کارونه چې دلته دي، په کې ښه شوې یم. ګل دوزي ده، خیاطي ده، لاسي ګنډل دي.»

د لاسي ګنډلو ښوونکې عابده حبیبي څرګندوي:«زه ډېره راضي یم او مااشالله شاګردان مې هم ډېر فعال دي. هر درس چې ورکوم، په سبا یې کورنۍ دنده هم راوړي او همدارنګه هر ډول جامې چې ورته ووایم، قیچي، ګنډي او راوړي یې.»

د دې بنسټ له قوله، تر اوسه له دوی سره د ۱۳۰۰ د قرباني شویو سرتېرو کورنۍ ثبت شوي دي.

روغتیايي خدمات، د زده‌کړو د اسانتیاوو برابرول او عدالت غوښتنه له دې کورنیو سره د دې بنسټ له مرستو دي.

له افغان اتلانو سره د مرستې بنسټ پر وینا، له دوی سره تر اوسه د ۱۳۰۰ د قرباني شویو سرتېرو کورنۍ ثبت شوي دي.

شریک یي کړئ