Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مخابراتو وزیر د بډو پر اخیستو تورن شوی

د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د «اترا» یا د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې مسوول جنت ګل احمدزی، د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزیر او هغه ته نېږدې کارکوونکي پر فساد او د بډو پر اخیستو تورن وي.

دی وايي، د یوې ازادې سیالۍ له لارې د مخابراتو وزارت د ټکنالوژۍ ریاست ته بریالی شوی او د اداري اصلاحاتو کمېسیون هم څو ځله دې وزارت ته معرفي کړی خو د مخابراتو وزارت د اداري اصلاحاتو کمېسیون رسمي مکتوبونه بابیزه ګڼي او ورته پاملرنه نه کوي.

احمدزی داسې سندونه ښيي چې د هغه په وینا، د مخابراتو وزیر لوړپوړي سلاکار او سکرتر له ده څخه د ګمارنې په بدل کې ۱۵ زره ډالره بډې غوښتي او نوموړی همدارنګه ادعا کوي چې د سلاکار برېښنالیک هم لري چې له ده څخه یې د بډو غوښتنه کړې ده.

بل پلو هغه همدارنګه ادعا کوي چې د وزیر ټلېفوني پیغام هم له ځانه سره لري چې له ده یې د ۱۰ زرو ډالرو غوښتنه کړې ده.

جنت ګل احمدزي وویل:«ما د مخابراتو وزیر شمارې ته زنګ وواهه، ځواب یې راکړ او له ما نه یې پیسې وغوښتې... زه پیسې نه لرم، پر ولسمشر مې غږ دی زما حق راکړي او له وزیره وپوښتي چې څه شوي. زه حاضر یم چې ټولو بنسټونو ته ولاړ شم او ځواب ووایم.»

اخوا د مخابراتو وزارت د دغو تورونو د پخلي او یا رد په اړه څه نه وايي خو ټینګار کوي چې د دغو تورونو د څېړنې لپاره پلاوی ګمارل شوی او له ارزونو وروسته به دغه ادعاوې روښانه شي.

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ویاند سایر ځلاند په دې اړه څرګنده کړه:«وزارت یو پلاوی ګمارلی، دا پلاوی به څېړنه وکړي او وروسته به روښانه شي چې موضوع څه ده.»

په ورته وخت کې د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ له عدلي او قضايي ارګانونو غواړي ترڅو دغه ادعاګانې وڅېړي.

د روڼتیا د څار بنسټ مشر افضلي وايي:«که‎ دا ادعاګانې ثابت شي، د مخابراتو وزارت به له یوه بد حالت سره مخامخ کړي.»

جنت ګل احمدزی وايي، چې په پیل کې ورته د مخابراتو له ورازت خبر ورکړل شوې چې دغه ریاست ته نه دی بریالی شوی خو کله چې ده د اداري اصلاحاتو کمېسیون ته شکایت وکړ نو روښانه شوه چې د دې ریاست ګټوونکی دی.

بل پلو د اداري اصلاحاتو کمېسیون ومنله چې د جنت ګل احمدزي شکایتونه یې څېړلي دي.

جنت ګل احمدزی وايي چې د مخابراتو وزیر او هغه ته نېږدې کسانو د دغه وزارت په یوه ریاست کې د هغه د ګمارلو په بدل کې ۱۵ زره ډالر بډې غوښتي دي.

شریک یي کړئ