د مشرانو جرګې پخوانی سلاکار نجیب الله دلاور چې کابو درې میاشتې مخکې د کورنیو چارو وزارت له خوا د اسنادو او وسایطو د جعل، د ناقانونه وسلو د لېږد او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو په تور، له څو تنو سره چې پاکستانیان هم په کې وو زنداني شوی و، ازاد کړل شو.
لویه څارنوالي وايي د ملي امنیت د عمومي ریاست د څېړنو له مخې چې لویې څارنوالۍ ته رسېدلي، نجیب دلاور له ترهګرو ډلو سره هېڅ تړاو نه لري او په ضمانت خوشی شوی دی.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي په دې اړه څرګنده کړه:«هغه تورونه چې مخکې د رسنیو لخوا ویل کېدل او ستاسو په پوښتنو کې شامل وو؛ لکه له مخالفینو او دښمن سره د اړیکې لرل، له هېوادونو سره د اړیکو لرل، د ملي امنیت د څېړنو په لړ کې په دې اړه څه ترلاسه نه شول. یوازې هغه تور چې په دغه کس پورې کېدای شي، یوازې د یوه موټر پلېټ بل موټر ته دی.»
په داسې حال کې چې د کورنیو چارو وزارت د لویې څارنوالۍ او د ملي امنیت د عمومي ریاست د څېړنو د څرنګوالي په اړه څه نه وايي خو ټینګار کوي نجیب دلاور یې له یو کال کشفي پلټنو وروسته نیولی و.
په ورته وخت کې د چارو ځينې کارپوهان وايي چې حکومت له داسې سیاسي دوسیو سره، سیاسي چلند کوي.
د سیاسي چارو کارپوه رحمت الله بېژن پور وویل:«څارنوالۍ ته ویل شوي چې ازاد یې کړئ! په خپلمنځي مشورو کې ویل شوي چې ازاد یې کړئ کهچېرې «هغه» طالب او یا هم غیر طالب هر څه چې دی؛ مسله د هوکړې پر سر ده چې هغه ترسره کوي.»
له دې سره سره یو شمېر حقوق پوهان وايي باید کشفي، عدلي او قضایي ادارې د خپلو کړنو په اړه خلکو ته په رڼه توګه مالومات ورکړي.
حقوق پوه آرش شهیرپور وايي:« په لومړي سر کې ډېر په جدیت سره مطرح شوه او داسې یې ښودله چې دلته د افغانستان د ملي ګټو په برخه کې یو ډېر ستر جنایت ترسره شوی او دوی ونیول شول. خو له بده مرغه دا ډول کړنې (ازادول) د دې ښودنه کوي چې حکومت او د جزايي عدالت بنسټ د دا ډول سترو پېښو د څېړنو په برخه کې پاتې راغلی دی.»
له دې سره سره د ملي شورا غړي او همداراز یو شمېر سیاستوالان، کشفي، استخباراتي او همداراز عدلي او قضايي بنسټونه د دوسیو په څېړلو کې په سیاسي چلند تورنوي.