Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملي پوځ د درې سرتېرو وژنه؛ د یوې مور په کور د غم ټکه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په «ټیاکي» لیرې پرتې سیمه کې یوه مور ژوند کوي چې درې زامنو یې په ملي پوځ کې خدمت کاوه، د شپږو میاشتو په اوږدو کې له لاسه ورکړي دي.

دغه مور چې «لیلو» نومېږي او اوس له خپل څلورم زوی چې تنکی ځوان دی له انګړ پرته یوې خونه کې ژوند کوي. لیلو وايي چې د زامنو د مرګ درد یې د زړه مراندې ور سستې، په ملا کوپه او وېښتان یې ور سپین کړي دي.

 دا مور هر سهار غره ته ځي او د یوې مړۍ ډوډی پیدا کولو لپاره د مزرو څخه پړي جوړوي او بیا په بازار کې پلوري. 

لیلوو وايي درې ځامن یې نیک پادشاه، سخي پادشاه او ضمیر پادشاه په ملي اردو کې سرتېري وو او د شپږو میاشتو په موده کې د تخار، کندوز او غزني ولایتونو کې د جګړې پرمهال وژل شوي دي. 

د درې وژل شویو سرتېرو مور لیلو وايي:«د خپلې خاورې د دفاع لپاره تللي وو. د دې پر ځای چې نور یې د خاورې ساتنه وکړي، ښه ده چې زما زامن ولاړ شي او ساتنه وکړي.» 

د وژل شویو سرتېرو کشرۍ ورور برکت شاه وايي چې د وروڼو له وژل کېدو وروسته ژوند ورته ستونزمن شوی دی.

هغه زیاتوي:«درې وروڼه مې شهیدان شول. دولت له موږ سره همکاري نه کوي او زه هم کوچنی یم او کار نه شم کولای.»

د ځاځي میدان په ولسوالۍ کې به ډېرې کمې کورنۍ پیدا کړل شي چې د کورنۍ غړي یې په جګړو کې له لاسه نه وي ورکړي. 

«وکیله» هغه بله مور ده چې د ځاځي میدان ولسوالۍ په (مغل خېل) سیمه کې ژوند کوي ، هغه هم  یوازینۍ زوی یې چې د ملي پوځ سرتېری و، درې میاشتې مخکې په جګړه کې له لاسه ورکړی دی.

وکیلې هم د لیلو په څېر د حکومت له بې پروایۍ په اړه شکایت کوي، وکیله او لیلو ورته دردونه سره لري، دواړو خپل د ژوند عصاګانې له لاسه ورکړې دي.

د وژل شوي سرتېري مور وکیله وايي:«زوی مې تخار، مزار او په وروستي ځل تخار ته ولاړ او شهید شو.»

ځاځي میدان ولسوالۍ اوسېدوونکې میواالدین هم څرګندوي:«حکومت د دې په وړاندې بې پروايي او بې غوري کړې حتا له دوی سره یې د یوې بوجۍ اوړو مرسته هم نه ده کړې.»

د خوست ځاځي میدان سرحدي ولسوالۍ کې دغه کورنۍ د ژوند د سختو شپو څخه تېریږي خو پوښتنه دلته چې ولسمشر غني څخه نیولې تر امنیتي سکتور وزیرانو پورې ژمنې کړي چې د وژل شوو سرتېرو کورنۍ ته به پر وخت حقوق رسوي خو د وژل شوو سرتېرو کورنۍ د مرستو په تمه دي. 

شریک یي کړئ