Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندوز کې د طالبانو له بنده د پنځو تنو ازادېدل

د ملي پوځ ځانګړو ځواکونو په کندوز ولایت کې د عملیاتو په لړ کې پنځه تنه د طالبانو له بنده ازاد کړل.

ملي دفاع وزارت، د جمعې په ورځ (د سلواغې په ۱۹ مه نېټه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا عملیات د کندوز ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې په لاره اچول شوي وو.

د دغه وزارت په وینا، په دغو عملیاتو کې څلور تنه طالب چنګیالي هم نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې کابو ۱۰ ورځې مخکې هم د ملي پوځ ځانګړو ځواکونو، په غزني ولایت کې د طالبانو پر یوه بند د برید په ترڅ کې ۳۸ تنه بندیان ازاد کړل. د دغو بندیانو په منځ کې د ملي امنیت ځینې ځواکونه هم شامل وو.

ملي دفاع وزارت هغه مهال ویلي وو چې د بندیانو د خلاصون پر مهال ۱۰ طالب اورپکي هم وژل شوي وو.

په دې وروستیو کې د ملي پوځ ځواکونو عملیات زیاتوالی موندلی. د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې په ۱۸ مه نېټه) ولسمشر غني د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو له یوې قطعې د لیدو پر مهال، هغوی ته حکم وکړ چې پر «دښمن» ډزې وکړي.

ښاغلي غني په څرګنده وویل:«هر څوک چې د دولت په وړاندې وسله پورته کړي دښمن دی او باید له منځه یوړلی شي.»

ملي دفاع وزارت وايي چې د طالبانو له بنده ازاد کړل شوي کسان له څو مودې راهیسې د کندوز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې بندیان وو.

شریک یي کړئ