Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مولانا فضل الرحمان په دریځ کې له بدلونه د داوودزي هرکلی

د سولې د سیمه‎ييزې اجماع لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی او د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد عمر داوودزي نن سې‎شنبې کابل کې په یوې غونډه کې، د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان له نوي دریځه هرکلی وکړ او هغه یې د مولانا لخوا لومړنی اقدام وباله.

مولانا فضل الرحمان له پاکستانه د ښاغلي داوودزي له سفر وروسته په خپلو وروستیو څرګندونو کې له طالبانو وغوښتل څو له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته کېني.

مولانان فضل الرحمان د امریکا غږ اشنا ټلوېزیون سره په مرکه کې له افغان حکومت سره د طالبانو خبرې دومره مهمې بللې دي هومره چې امریکا سره مهمې دي.

هغه ویلي:«کورني مذاکرات هم ډېر مهم دي دا شان چې له امریکا سره مذاکرات مهم دي، طالبان باید له افغان حکومت سره د خبرو اترو مېز ته کېني.»

دا لومړی ځل دی چې مولانا فضل الرحمان داسې دریځ غوره کړی دی.

ښاغلي داوودزي چې په یوې خبري غونډه کې له پاکستانه د خپل سفر په اړه خبرې کولې، زیاته کړه:«د مولانا صاحب فضل الرحمان وینا مې هم ولیده په مطبوعاتو کې حتماً تاسو هم لیدلې ده، په مجازي نړۍ کې یې ډېر انعکاس پيدا کړ، چې هغه هم انشاالله زموږ د خبرو او لیدو پایله وه حتما له خپل ګوند سره به یې مشوره لرله چې بالاخره راڅرګند شو او خپل دریځ یې روښانه کړه.»

ښاغلي داوودزي د لنډمهاله حکومت په اړه وویل چې طالبان د جګړې ښکېل لوری دی له همدې امله هغوی نه شي کولای د لنډمهاله حکومت غوښتنه وکړي.

هغه زیاته کړه:«فرهنګ د سولې غوښتنې کلتور دی ستونزه د ځینو نوښتونو ستونزه ده او هغه نوښت چې زیاتوالی پيدا کړ بیا نه همغږي هم ورسره وي بیا له ستونزې سره مخ کېږي.»

له بلخوا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار دفتر وايي چې د ملي امنیت شورا سلاکار د سعودي عربستان له چارواکو سره په لیدنه کې د سولې په خبرو اترو کې د افغانانو پر مالکیت ټینګار کړی دی.

د ملي امنیت شورا سلاکار طارق ارین په دې اړه وویل:«په دغو بحثونو کې له ترهګرۍ سره ګډې مبارزې او د افغانانو په مالکیت د سولې خبرو اترو او د دوه او څو اړخیزه همکاریو پياوړتیا شامله وه.»

دم‎ګړۍ د امریکا متحده ایالاتو او منځني ختیځ هېوادونو سربېره، د افغانستان ګاونډي هم د سولې په بهیر کې دخیل شوي او د دغو هېوادونو استازو له طالبانو سره لیدنې لرلې دي. 

شریک یي کړئ