Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د میدان وردګو جلرېز کې د جګړو له امله په لسګونه کورنۍ بې ځایه شوي

له میدان وردګو ولایت څخه داسې خبرونه رارسېدلي چې د دغه ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو په پایله کې په لسګونه کورنۍ بې‎ځایه شوې دي.

شاوخوا یوه اوونۍ کېږي چې د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ په ځینو برخو کې د جګړو په تړاو خبرونه خپرېږي.

اخوا په ولسي جرګه کې د میدان وردګو ولایت یو استازی محمد مهدي راسخ چې په وینایې د جلریز ولسوالۍ په یوې سیمه کې حضور لري؛ له طلوع نیوز سره په ټېلفوني اړیکه کې د ولسي ځواکونو او طالبانو تر منځ د نښتو د دوام خبره کوي او ادعا لري چې دولتي ځواکونو نه دي غوښتي چې په دغو جګړو کې برخه واخلي.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي:«هغه ویناوې چې د ځینو کسانو لخوا په دې اړه شوي، په بشپړه توګه ناسمې دي. ستاسې دفاعي او امنیتي ځواکونه هلته په قوت سره حضور لري او سیمه په بشپړه توګه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په کنترول کې ده.» 

په دې لړ کې د کورنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې څو ورځې وړاندې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې وه او اوس مهال په دې ولسوالۍ کې وضعیت مخ پر کرارېدو دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي څرګنده کړه:«په دې وروستیو کې، هلته (جلرېز) کې د دوه نامسوولو وسله‎والو ډولو ترمنځ نښه شوې وه چې د هغه په تعقیب کې زموږ امنیتي ځواکونه له ملاتړو ځواکونو سره سیمې ته ولاړل. اوس سیمه په بشپړه توګه امنه ده.»

په ټولنیزو رسنیو کې د جلرېز د جګړو د بې ځایه شویو خپاره شوي تصویرونه ښيي چې د دې ولسوالۍ د ځینو برخو اوسېدونکي هڅه کوي څو له هرې شونې لارې له دې ولسوالۍ ځانونه وباسي.

ویل کېږي چې ډېری دا کورنۍ بامیان ولایت ته تللې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه