Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"د ناامنیو له امله نه شي کولای له ۳۰ ولایتونو عواید راغونډ کړو"

د برېښنا شرکت وايي چې د تېر کال د نا امنیو له امله يې په اوو ولایتونو کې له اوولسو ولسوالیو نه د برېښنا د کارولو عواید نه دي راټول کړي او سږکال د هېواد په درویشتو ولسوالیو کې د برېښنا کارولو پېسې نه شي راټولولای.

د برېښنا شرکت رییس وایي چې دغه شرکت یوازې د هېواد په ناامنو سیمو کې د بریښنا د کارولو د پېسو د راټولولو په برخه کې تر درې سوه مېلیونه افغانۍ زیانمنیږي.

د برېښنا شرکت رییس  امان الله غالب په دې اړه وویل:«ناامني دا چې موږ نه شوي کولای عواید راغونډ کړو د دې سربېره درې سوه ځله د برېښنا مزي پرې شوي دي. او برېښنا دوه اړخیز زیان لیدلی دی.»

اخوا د دغه شرکت مسوولان وایي چې تېرکال د نا امنیو له امله د برېښنا د شبکو او مزو د زیانمنېدو له اړخه دغه شرکت ته اته سوو پنځوس مېلیونه افغانۍ زیان رسېدلی دی.

 بل خوا د اقتصادي چارو یو شمېر شنوونکي په هېواد کې د برېښنا د شبکې زیانمنېدل او دغه راز د برېښنا د عوایدو له لاسه وتل په راتلوونکې کې د دغه شرکت د کار د دوام لپاره له زیانه ډک بولي او له حکومته غواړي چې په ټول هېواد کې د برېښنا د بنسټونو امنیت په سمه توګه وساتي.

د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالقادرجیلاني: «په کابل کې زورواکي د خبل د برق بلونه نه تاویلوي، دولتي چارواکي دي چې دوی هم د برېښنا بلونه نه تأویلوي دا یوه اساسي ستونزه ده او د مخالفونو له خوا ستونزه دا ده چې مزي پرې او یا هم پایې ویجاړوي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ناامنو سیمو په تېره بیا د هلمند ولایت اوسېدونکو ویلي وو چې په دغه ولایت کې د برېښنا د کارولو پېسې د دولت مخالف وسله وال راټولوي.

تر دې وړاندې د ناامنو سیمو په تېره بیا د هلمند ولایت اوسېدونکو ویلي وو چې په دغه ولایت کې د برېښنا د کارولو پېسې د دولت مخالف وسله وال راټولوي.

Thumbnail

د برېښنا شرکت وايي چې د تېر کال د نا امنیو له امله يې په اوو ولایتونو کې له اوولسو ولسوالیو نه د برېښنا د کارولو عواید نه دي راټول کړي او سږکال د هېواد په درویشتو ولسوالیو کې د برېښنا کارولو پېسې نه شي راټولولای.

د برېښنا شرکت رییس وایي چې دغه شرکت یوازې د هېواد په ناامنو سیمو کې د بریښنا د کارولو د پېسو د راټولولو په برخه کې تر درې سوه مېلیونه افغانۍ زیانمنیږي.

د برېښنا شرکت رییس  امان الله غالب په دې اړه وویل:«ناامني دا چې موږ نه شوي کولای عواید راغونډ کړو د دې سربېره درې سوه ځله د برېښنا مزي پرې شوي دي. او برېښنا دوه اړخیز زیان لیدلی دی.»

اخوا د دغه شرکت مسوولان وایي چې تېرکال د نا امنیو له امله د برېښنا د شبکو او مزو د زیانمنېدو له اړخه دغه شرکت ته اته سوو پنځوس مېلیونه افغانۍ زیان رسېدلی دی.

 بل خوا د اقتصادي چارو یو شمېر شنوونکي په هېواد کې د برېښنا د شبکې زیانمنېدل او دغه راز د برېښنا د عوایدو له لاسه وتل په راتلوونکې کې د دغه شرکت د کار د دوام لپاره له زیانه ډک بولي او له حکومته غواړي چې په ټول هېواد کې د برېښنا د بنسټونو امنیت په سمه توګه وساتي.

د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالقادرجیلاني: «په کابل کې زورواکي د خبل د برق بلونه نه تاویلوي، دولتي چارواکي دي چې دوی هم د برېښنا بلونه نه تأویلوي دا یوه اساسي ستونزه ده او د مخالفونو له خوا ستونزه دا ده چې مزي پرې او یا هم پایې ویجاړوي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ناامنو سیمو په تېره بیا د هلمند ولایت اوسېدونکو ویلي وو چې په دغه ولایت کې د برېښنا د کارولو پېسې د دولت مخالف وسله وال راټولوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه