Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ناټو پوځي کمېټې په افغانستان کې د دغه سازمان ماموریت وڅېړه

د شمالي اتلانتیک تړون سازمان یا ناټو پوځي کمېټې نن په افغانستان کې د خپل دوه زره اتلسم کال د پوځي ماموریت څرنګوالی وارزاوه.

د ناټو د پوځي کمېټې قومندان وایي، چې د افغانستان په جګړې کې د ګټلو لپاره اړتیا ده ترڅو افغان ځواکونه ډېره روزنه وویني او وړتیاوې یې زیاتې شي.

بلخوا د افغانستان ملي دفاع وزارت هم د ناټو لخوا د افغان امنیتي ځواکونو د ښې روزنې پر اړتیا ټینګار کوي.

افغانستان، نن په بروکسل کې د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو د پوځي مشرانو د خبرو اترو مهم ټکی وه.

د ناټو مشرانو د نننۍ ناستې د بحث اصلي موضوع په افغانستان کې د روان زیږدیز کال کې د دغه تړون د ماموریت د مخته وړلو څرنګوالی دی.

د ناټو د پوځي کمېټې رییس جنرال پیټر پاول په دې اړه وویل:« د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اغېزمنتیا د دغه هېواد د ثبات او د خلکو لپاره ډېر مهم ده، اړتیا ده چې د افغان ځواکونو د پرمختګ او باور لپاره یو مثبت پيغام واورېدل شي.»

د ملي د فاع وزارت هم په هېواد کې د جګړې راتلونکي فصل ته د افغان ځواکونو د پياوړتیا په اړه ډاډ ورکوي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش څرګنده کړه:«هغه ځواکونه چې د افغانستان په ځمکه کې جګړه کوي، بسندویه نه‎دي له هغې ټکنالوژۍ سره چې امریکا هغوی سمبال کړي دي او هغه مشورې چې ترسره کېږي، موږ یقین لرو چې د راتلوونکي جنګي فصل کې د افغانستان له جغرافیې څخه به ښه ساتنه وکړو.»

دغه راز، حکومت د ترهګرو امن پټن‎ځایونو ته د نړیوالې ټولنې د پام را اړولو خبره هم لره بره کوي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل په دې اړه وايي:«تر ټولو مهم بحث چې موږ یې له نړیوالۍ ټولنې سره درلود او لرو له افغان امنیتي ځواکونو څخه دوامداره ملاتړ دی، د افغان هوايي ځواکونو لا سمبالښت دی او د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو پټن‎ځایونو ته د هغوی لا تمرکز دی.»

د ناټو پوځي کمېټې غونډه به دوه ورځې دوام وکړي او دا د دغې کمېټې ۱۷۸مه غونډه  ده.

په دې غونډه کې د ناټو د غړو هېوادونو د پوځ مشر د افغانستان ترڅنګ د اروپا په ختیځ کې د ناټو د موجودیت په څرنګوالي خبرې اترې کوي.

شریک یي کړئ