Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نصاب نه بشپړتیا او پر خپلې څوکۍ د ستانکزي پاتې کېدل

د ملي امنیت عمومي رییس د ولسي جرګې نصاب د نه بشپړتیا له امله پر خپل مقام او څوکۍ پاتې شو.

ستانکزی د ترهګریزو بریدونو د زیاتېدو، د حکومت سیاسي مخالفینو ته د دوسیې جوړولو، د کارکوونکو په ګمارنه کې د سلیقه‎یي چلند او د ملي امنیت کارکوونکو د شکمنو وژلو په اړه استیضاح شوی وه.

خو د ولسي جرګې په دې غونډه کې د ملي امنیت عمومي ۴۴ د رد او ۱۹ د تایید رایې ترلاسه کړې، خو د نصاب د نه پوره کېدو له امله پر خپل مقام پاتې شو.

له دې سره چې د ولسي جرګې شاوخوا ۵۰ وکیلانو د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزي د استیضاح په تړاو لاسلیکونه را کړي وو او د ولسي جرګې مشر هم دغه بهیر یو قانون کار وباله، خو د ولسي جرګې ځينې نور غړي بیا له دغه بهیر سره مخالفت وښود.

د ولسي جرګې غړی میرویس یاسیني په دې اړه وویل:«یوه اوونۍ وړاندې د ملي امنیت عمومي رییس دلته په جلسه کې استجواب شو، ځواب یې ورکړ او تاسو ورته چک چکې ووهلې اوس یې استیضاح کوئ چې دا سم کار نه دی.»

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي هم زیاتوي:« دا یو جدي بحث نه دی، زه فکر کوم ښاغلی ستانکزی بېرته خپل دفتر ته درومي، دا بحث ختم کړئ.»

د ولسي جرګې غړی حبیب الرحمن افغان هم څرګنده کړه:« که جنجال جوړ وې دلته څوک له چا کم نه دي او دا ناقانونه استیضاح موږ نه منو.»

خو ښاغلی ستانکزی ولسي جرګې ته ورځي او له خپلو کړنو دفاع کوي او د امام زمان په جومات د برید عاملانو نیولو سربېره پر انټرکانیټنینټل هوټل برید د لسو ترهګرو د نیول په اړه خبرې کوي.

د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزي څرګنده کړه:«موږ وتوانېدو له یوه کوچني سند سره پیدا کړو چې د انټرکانټینینټل هوټل په برید کې ۸ تنه دخیل وو دوی مو ونیول.»

د ولسي جرګې غړی همایون همایون په دې اړه وویل:«په خپله یې اقرار وکړ وکیل صاحبانو، رییس صاحب د کانټیننټیل هوټل له بریده خبر درلود، بیا هم پېښه رامنځته شوه او موږ ولیدل چې څه یوه ستر ناورین رامنځته شو، اوس د دې کوم ځای د قناعت وړ وه.»

د ولسي جرګې غړی لالی حمیدزی په دې اړه وايي:«د ملي امنیت یو له رییسانو چې نوم یې یاسین دی او موږ پر هغه نیوکه لرو، د دغه ښاغلي دنده مو مالومه کړه، له طالبانو چې هرڅوک د سولې له بهیر سره یوځای کېږي هغه یې وژني.»

بلخوا د ملي امنیت لوی رییس د استیضاح مخالفو او موافق وکیلانو ترمنځ نښته رامنځته کیږي او د ولسي جرګې لومړی مرستیال ادعا کوي چې یو شمېر وکیلانو د پيسو او څوکۍ ترلاسه کولو سره د استیضاح بهیر ناکام کړ.

بالاخره په تالار کې د رایو لپاره صندوق اېښودل کېږي او یو شمېر وکیلان بیا له تالار څخه وځي چې په پایله کې ۶۶ وکیلان د رایو لپاره ګډون کوي او له دې ډلې يې ۴۴ وکیلان د تایید رایې ۱۹ رد ۲ باطلې او یوه سپينه رایه ورکوي.

د جرګې د نصاب پر بنسټ له ۲۳۰ فعال وکیلانو له ډلې باید ۱۱۷ وکیلانو معصوم ستانکزي ته منفي رایه ورکړي ترڅو سلب صلاحیت شي.

شریک یي کړئ